سردارسلامی امریکا او اسراییلو ته کلک خبردارې ورکړ
که صیهونیسټ رژیم او امریکا تیروتنه وکړه نو سپاه پاسدارران به دواړه ووهی
د پارس ټو ډې له راپور سره سم د ایران د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک عمومی قوماندان په تهران کی د سردار شهید سلیمانی او ورسره د نورو شهیدانو د څلویښتی په دستورو کې د یوه صیهونیسټی چارواکی د دغو څرګندونو په غبرګون کې چی اسرایلوپه سوریې او عراق کې د ایرانیانو د وهلو لپاره له امریکایانو سره کرا ویشلې دې ، جوته کړه که صیهونیسټ رژیم او امریکا تیروتنه وکړه نو سپاه پاسدارران به دواړه ووهی .
سردار سلامی زیاته کړه امریکا محکمه څپیړه وخوړه خو سخته او نهایی څپیړه دوام لری تر څو وروستې امریکایی عسکر له اسلامی ټاټوبی ووځی او دا حقیقت نږدې دې .
سردار سلامی همداراز وویل د سردار سلیمانی د اقدام په دلیل د صیهونیسټ رژیم درستې سیمې د فلسطینیانو تر ګولیو لاندې دي .
ښاغلی سلامی زیاته کړه شهید سلیمانی اسلامی نړۍ متحده کړه او د نوی لویدیځې اسیا د رامینځته کولو لپاره یې د امریکا سیاستونه له ماتې سره مخامخ کړل .