سردارسلامی امریکا او اسراییلو ته کلک خبردارې ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87941-سردارسلامی_امریکا_او_اسراییلو_ته_کلک_خبردارې_ورکړ
که صیهونیسټ رژیم او امریکا تیروتنه وکړه نو سپاه پاسدارران به دواړه ووهی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 14, 2020 02:10 Asia/Kabul
  • سردارسلامی امریکا او اسراییلو ته کلک خبردارې ورکړ

که صیهونیسټ رژیم او امریکا تیروتنه وکړه نو سپاه پاسدارران به دواړه ووهی

د پارس ټو ډې له راپور سره سم د ایران د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک  عمومی قوماندان په تهران کی د سردار شهید سلیمانی او ورسره د نورو شهیدانو د څلویښتی په دستورو کې د یوه صیهونیسټی چارواکی د دغو څرګندونو په غبرګون کې چی اسرایلوپه سوریې او عراق کې د ایرانیانو د وهلو لپاره له امریکایانو سره کرا ویشلې دې ، جوته کړه که صیهونیسټ رژیم او امریکا تیروتنه وکړه نو سپاه پاسدارران به دواړه ووهی .

سردار سلامی زیاته کړه امریکا محکمه څپیړه وخوړه خو سخته او نهایی څپیړه دوام لری تر څو وروستې امریکایی عسکر له اسلامی ټاټوبی ووځی او دا حقیقت نږدې دې .

سردار سلامی همداراز وویل د سردار سلیمانی د اقدام په دلیل د صیهونیسټ رژیم درستې سیمې د فلسطینیانو تر ګولیو لاندې دي .

ښاغلی سلامی زیاته کړه شهید سلیمانی اسلامی نړۍ متحده کړه او د نوی لویدیځې اسیا د رامینځته کولو لپاره یې د امریکا سیاستونه له ماتې سره مخامخ کړل .