د ایراني ولس زغم د نړیوالو څارونکو د حېرانتیا سبب شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87972-د_ایراني_ولس_زغم_د_نړیوالو_څارونکو_د_حېرانتیا_سبب_شوی
د رهبرۍ ستر مقام وفرمایل: د ایراني ولس زغم د نړیوالو څارونکو د حېرانتیا سبب شوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2020 12:41 Asia/Kabul
  • د ایراني ولس زغم د نړیوالو څارونکو د حېرانتیا سبب شوی

د رهبرۍ ستر مقام وفرمایل: د ایراني ولس زغم د نړیوالو څارونکو د حېرانتیا سبب شوی.

د اسلامي انقلاب مشر  د سلواغې د دوه ویشتمې په لاریون او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د کوماندان شهید سردار سلیماني  په جنازه کې  د ایراني ولس پراخ ګډون ته په اشارې سره  وویل: د امریکا د وحشي دیو د دباوونو په وړاندې د ایراني ولس زغم او مقاومت نړیوال څارونکي ګوته په غاښ کړې دي.  

 حضرت ایت الله خامنه ای نن د اهلبیتو علیهم السلام د زرګونو ذاکرانو او مداحانو په ټول کې  د مداحانو د ټولنې یوه لویه دنده  د اسلامي ژوند د سټایل پراخول او ژورول وبلل او وې ویل: که غواړو چې  د دښمن د کلتوري یرغل د څپو په وړاندې  د ژوند روده  صحیح اسلامي لارې ته ستنه کړو  له کلتور جوړولو پرته بله لاره نه لرو.

د اسلامي انقلاب مشر د سلامي ژوند د سبک او د لویو دیني تعلیماتو یوه برخه  په خدای توکل او له دښمنه نه هېرېدل وګڼل او زیاته یې کړه:  که د انقلاب په لومړیو ورځو کې داسې ویل شوې وای چې ایران به د  سیاي مقام ، سیمه ایز نفوذ او علمي او ساینسي پرمختګ له امله دومره لوړې درجې ته رسیږي، هیچا پرې باور نه کاوه خو د ایران ولس په خدای توکل وکړ او له هیڅ طاقته ونه وېرېده او د ترقې لوړ مقام ته یې ځان ورساوه.

 ایت الله خامنه ای  د امریکا په وړاندې د تسلیمیدو لپاره د  ولسونو د قانعولو په غرض د رسندیو  پراخو تبلیغاتو او د فکر د کوټو پلانونو ته په اشارې سره  وویل: د ایران ولس د خدای په فضل  ولاړ دی او له دې وروسته به هم ولاړ وي خو دغه مقاومت  په ټولنه کې  د معنوي ځواک پرله پسې برابرېدو ته اړتیا لري.

دوي په دې په تاکید سره چې په ایران کې حماسي روح هماغه راز ژوندی دی وویل : د ایران ولس  په ټولو  ډګرونو کې چې حماسي شتون ته یې اړتیا لرله حاضر و خو د دغه روحیې دوام د دیني معارفو ژوروالي او فرهنګ جوړولو ته ضرورت لري.

دوي زیاته کړه چې د مداحانو د ټولنې یوه دنده دا هم وبلله  او زیاته یې کړه: د خدای په مهربانۍ سره اسلامي ایران له هر پلوه روغ دی  ځکه چې اسلامي نظام، ښه پوځي مشران، تکړه او متحرکه علمي میړونه ، همتناک ، هنرمن او چمتو فرهنګ سازان لري نو پر  دې اساس ضرور به د دښمن د پراخې جبهې په وړاندې کامیابیږي.