ظریف د خپل فرانسوي همرتبه په کتنه کښې:
د راوپا سمه لاره د ایټمي موافقې د ژمنو پوره کول دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل فرانسوي همرتبه سره په کتنه کښې د ستونزو د صحیح حل لارې په توګه (په ایټمي موافقه کښې خپلو ژمنو ته) د اروپا د ورستنیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د میونح د غونډې ترڅنګ له خپل فرانسوي همرتبه سره په کتنه کښې د ستونزو د صحیح حل لارې په توګه (په ایټمي موافقه کښې خپلو ژمنو ته) د اروپا د ورستنیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران او فرانسې خارجه وزیرانو یعنې محمد جواد ظریف او ژان ایو لوډریان د دوه اړخیزو موضوعاتو او د سیمې او د سیمې د وروستیو بدلونونو او هم داشان د برجام (ایټمي موافقې) په هکله خبرې اترې وکړې.
ښاغلي ظریف په برجام کښې د اروپا د نه پوره شویو ژمنو په یادونې سره ټینګار وکړ: کومه لاره چې اروپا غوره کړې ده هغه د ستونزو په هواري کښې هیڅ مرسته نه کوي او یوازنۍ سمه لاره په ایټمي موافقه کښې خپلو ژمنو ته د اروپا ستنیدل دي.
د ایران خارجه وزیر پرون هم ویلې وو چې که اروپا پر خپلو برجامي ژمنو عمل وکړي نو ایران به هم د ایټمي موافقې په لړ کښې د خپلو ژمنو د کمولو له بهیره راستون شي.