د امریکا سیاست په سیمه کښې د ناامنۍ رامینځته کول دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88082-د_امریکا_سیاست_په_سیمه_کښې_د_ناامنۍ_رامینځته_کول_دي
ایرنا خبري اژانس وايي په عراق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر ایرج مسجدي په دې خبرې ټینګار سره چې د امریکا اوسنی سیاست به په لویدیځې اسیا کښې د کړکیچ او د ناامنۍ له رامینځته کیدا پرته بله نتیجه ونلري وویل ایران په سیمه کښې د سولې او د امنیت د دوام غوښتونکی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2020 01:41 Asia/Kabul
  • د امریکا سیاست په سیمه کښې د ناامنۍ رامینځته کول دي

ایرنا خبري اژانس وايي په عراق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر ایرج مسجدي په دې خبرې ټینګار سره چې د امریکا اوسنی سیاست به په لویدیځې اسیا کښې د کړکیچ او د ناامنۍ له رامینځته کیدا پرته بله نتیجه ونلري وویل ایران په سیمه کښې د سولې او د امنیت د دوام غوښتونکی دی .

هغه پرون په بغداد کښې د داعش ډلې د جنایتونو د تحقیق او دغور د نړیوالې ډلې(یونیتاد) له مشر کریم احمد اسعد خان سره په کتنې کښې له داعش ډلې سره د  مبارزې له  داوطلبه خلکو څخه په معنوي او فکري ملاتړ کښې د عراق د دیني مرجعیت او په تیره بیا د ایت الله سیستاني د رول او د ولسي بسیج ځواک د جوړیدا په هکله وینا وکړه .

کریم احمد اسعد خان هم په دغه کتنې کښې د عراق د قانوني مراجعو په ملګرتیا سره په دغه هیواد کښې د داعش ډلې د جنایتونو په ارتباط د سندونو او ثبوتونو د راغونډولو لپاره د داعش ډلې په جنایتونو د غور او دتحقیق د نړیوالې ډلې د هڅې خبر ورکړ .

هغه له ترهګرۍ سره د مبارزې او له داعش ډلې سره د مقابلې په زمینه  کښې د ایران له تجربو د ګټه د پورته  کولو لپاره د چمتو والي په اعلان سره له ترهګرۍ سره د مبارزې د بیلګې په توګه د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د شهید قوماندان ډګر جنرال قاسم سلیماني په ټرور خواشینۍ څرګنده کړه .