د رهبرۍ ستر مقام وفرمایل دانتخاباتو ورځ دملي جشن ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88110-د_رهبرۍ_ستر_مقام_وفرمایل_دانتخاباتو_ورځ_دملي_جشن_ورځ_ده
د رهبرۍ ستر مقام نن سهار د حضرت امام خمینی رح په امام بارګاه کې په شتون سره د دې خبرې په کولو سره چی انتخابات د هیواد د ملی ګټو تضمینونکی دي جوته کړه د انتخاباتو ورځ دملي جشن ورځ ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2020 09:28 Asia/Kabul
  • د رهبرۍ ستر مقام وفرمایل دانتخاباتو ورځ دملي جشن ورځ ده

د رهبرۍ ستر مقام نن سهار د حضرت امام خمینی رح په امام بارګاه کې په شتون سره د دې خبرې په کولو سره چی انتخابات د هیواد د ملی ګټو تضمینونکی دي جوته کړه د انتخاباتو ورځ دملي جشن ورځ ده .

 

د اسلامي انقلاب معظم لارښود  حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د اسلامی شورا او خبرګانو شورا د انتخاباتو د رای اچولو دپیلیدا په لومړنیو دقیقو کې خپله رای صندوق ته واچوله .

د رهبرۍ ستر مقام نن سهار د حضرت امام خمینی رح په امام بارګاه کې په شتون سره د دې خبرې په کولو سره چی انتخابات د هیواد د ملی ګټو تضمینونکی دي  جوته کړه  د انتخاباتو ورځ دملي جشن ورځ ده .

د اسلامي انقلاب معظم لارښود  حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای پر دې په ټینګار سره چی انتخابات یوه شرعی دنده ده زیاته کړه د انتخاباتو ورځ د ملت د مدنی حق د احقاق ورځ ده چی غواړی راشی راې ورکړی او د هیواد د چارو په اداره کولو کې خپل ګډون چی د هغو حق دې ، ترلاسه کړي .

د ایران د اسلامی شورا د یولسم پړاو او د خبرګانو شورا د لومړنی پینځم  مینځ پړاوه انتخابات  له نن سهاراته بجې پیل شوي دي .

رایه اچونه به لس ساعته دوام لری اوکه ضرورت شي او والیان او ولسوالان اعلان وکړي نو د تمدیدو وړتیا هم لري .