د رهبرۍ ستر مقام وفرمایل دانتخاباتو ورځ دملي جشن ورځ ده
د رهبرۍ ستر مقام نن سهار د حضرت امام خمینی رح په امام بارګاه کې په شتون سره د دې خبرې په کولو سره چی انتخابات د هیواد د ملی ګټو تضمینونکی دي جوته کړه د انتخاباتو ورځ دملي جشن ورځ ده .
د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د اسلامی شورا او خبرګانو شورا د انتخاباتو د رای اچولو دپیلیدا په لومړنیو دقیقو کې خپله رای صندوق ته واچوله .
د رهبرۍ ستر مقام نن سهار د حضرت امام خمینی رح په امام بارګاه کې په شتون سره د دې خبرې په کولو سره چی انتخابات د هیواد د ملی ګټو تضمینونکی دي جوته کړه د انتخاباتو ورځ دملي جشن ورځ ده .
د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای پر دې په ټینګار سره چی انتخابات یوه شرعی دنده ده زیاته کړه د انتخاباتو ورځ د ملت د مدنی حق د احقاق ورځ ده چی غواړی راشی راې ورکړی او د هیواد د چارو په اداره کولو کې خپل ګډون چی د هغو حق دې ، ترلاسه کړي .
د ایران د اسلامی شورا د یولسم پړاو او د خبرګانو شورا د لومړنی پینځم مینځ پړاوه انتخابات له نن سهاراته بجې پیل شوي دي .
رایه اچونه به لس ساعته دوام لری اوکه ضرورت شي او والیان او ولسوالان اعلان وکړي نو د تمدیدو وړتیا هم لري .