د ايران په اسلامي جمهوريت کښې د اوۀ دېرشمو انتخاباتو رپوټ
دوستانو د ايران په اسلامي جمهوريت کښې اوۀ دېرشم انتخابات نومې يو خاص مطلب درته دلته وړاندې کوو.
د اسلامي انقلاب د کاميابۍ په يو څلوېښتمې کليزې کښې د ايران خلق د اوه دېرشم ځل لپاره د رائې صندوقونو ته ورغلل چې د اسلامي شورا د جرګې د يولسمې دورې لپاره خپل استازي غوره کړي. دغه انتخابات د ايران د اسلامي شورا د جرګې د يولسمې دورې د ۲۹۰ استازيو د انتخاب لپاره اوشول. په ايران کښې د اسلامي شورا د جرګې په انتخاباتو کښې له ۲۰۸ انتخابي حلقو څخه پينځه حلقې له ديني اقليتونو يعنې، يهوديانو، ارمني مسيحيانو، آشوريانو او د زردشت دين له پېروکارو سره مختصې دي او دغه اقليتونه حق لري چې د ايراني ټولنې د نورو پرګنو په شان د اسلامي شورا په جرګه کښې خپل استازي اولري.
د ايران اسلامي انقلاب د نړۍ له ټولو انقلابونو څخه ځانګړے انقلاب دے. د ايران د اسلامي انقلاب يو خصوصيت د دوه نيم زره کلن باچائي نظام نظام په ځاے د نظام لپاره د خلقو په رايو باندې د انقلاب د ستر رهبر امام خميني (رح) باور ؤ. د همدغه باور په بنياد وو چې د اسلامي انقلاب له کاميابۍ نه پنځوس ورځې د حکومت په ډول باندې رېفرېنډم اوشو. د ايران له اته نوي فيصدو نه زياتو خلقو په دغه رېفرېنډمکښې د اسلامي جمهوري نظام تشکيلولو ته موافقه رائې ورکړه. له اسلامي انقلاب څخه څو مياشتې نه وې تېرې چې د اساسي قانون د خبرګانو د جرګې انتخابات او ورپسې د اسلامي شورا د جرګې انتخابات اوشول. د اسلامي انقلاب په يو کال کښې د اسلامي شورا د جرګې او د ولسمشر په شمول ټولې ولسي ادارې د خلقو په رايو سره انتخاب شوې. د ايران خلقو د نړۍ د ټولو انقلابونو په اپوټه د اسلامي انقلاب د کاميابۍ له هم هغې ابتداء څخه د هېواد د چارو د چلولو په ډګر کښې نېغ په نېغه شتون لرلے دے.دا په داسې حال کښې دي چې په شلمه پېړۍ او له هغې نه په مخکښې موده کښې د نړۍ په ټولو انقلابونو کښې د انتخاباتو هيڅ خبره نه وه او د انقلاب مشرانو ځانونه د هېواد په ټولو چارو کښې د ټول عمر لپاره په فېصلو کولو کښې حق لرونکي بلل. خو د ايران په اسلامي انقلاب کښې د هغو ټولو دسيسو او دښمنيو باوجود چې د کورنيو او بهرنيو دښمنانو لخوا له دغه انقلاب سره کېدې هيڅ يو د دې سبب نه شوه چې د انقلاب مشران انتخابات تعطيل کړي او د هېواد د چارو په چلولو کښې د خلقو برخه اخېستنه تر نامعلومې مودې وځنډوي. حتی هغه وخت چې د ايران وړومبنے ولسمشر ابوالحسن بني صدر د منافقينو د ترهه ګر تنظيم له مشر مسعود رجوي نومې د اسلامي انقلاب يو دښمن سره څوارلسو مياشتو له غږملتيا او ملګرتيا وروسته له هېواده اوتښتېدد ايران خلق د 1360 کال د زمري په مياشت کښې بيا د رايو صندوقونو ته لاړل. د ايران د اسلامي جمهوريت دويم ولسمشر محمد علي رجائي هم له انتخابېدو نه دوه مياشتې پس د مجاهدین خلق نومې د منافقينو د ډلې د يو کس لخوا له وزيراعظم محمد جواد باهنر سره يوځاے د وزيراعظمۍ په دفتر کښې په يوې چاودنې کښې شهيد شو. خو د ايران خلقو په کلکې ارادې سره د انقلاب لارې ته په دوام ورکولو سره آيت ا... سيد علي خامنه اي د ايران د اسلامي جمهوريت د دريم ولسمشر په توګه انتخاب کړ. په تېرو يوڅلوېښت کلونو کښې هيڅ يو عامل او پېښه د ايران په اسلامي جمهوريت کښې د انتخاباتو د ځنډېدو سبب نه شوه. د ۱۹۹۰ په لسيزه کښې د مقدسې دفاع د اتو کلونو په دوران کښې د ايران په ښارونو د صدام رژيم لخوا چې د لويديځ او ختيځ دوو ابرقدرتونو ورته وسلې ډالۍ کړې وې بمونه او توغندي ورېدل. د عراق د ډېکټاټور صدام لخوا د بيا بيا ګواښونو باوجود د ايران خلق په مختلفوښارونو کښې د بمونو او توغنديو د ورېدو په دوران کښې هم د ولسمشرۍ په انتخاباتو او د اسلامي شورا د جرګې په انتخاباتو کښې د ګډون لپاره د رايو صندوقونو ته لاړل او خپل ولسمشر او د جرګې استازي يې انتخاب کړل.
د ايران په اسلامي جمهوريت کښې يودېرشم انتخابات په يو لړ خاصو حالاتو کښې اوشول. داسې حالات چې له ځينو اړخونو د لويديځ او ختيځ د دو ابرقدرتونو او د هغوي د انډيوالانو ترملاتړ لاندې د صدام رژيم د تيري په وړاندې د ايران د خلقود مقدسې دفاع د اتو کلونو له حالاتو نه کم نه دي او نه وو. د ايران خلق د اسلامي انقلاب د کاميابۍ له وخت نه تل د امريکې له کينې او دښمنۍ سره مخامخ وو او دي.د ايران له اسلامي انقلاب نه مخکښې رژيم يو مستبد او د امريکې ډېر نزدې سيمه ايز انډيوال رژيم ؤ. له هغه وخت نه چې ډونالډ ټرمپ اقتدار ته رسېدلے دے د ايران د خلقو په خلاف د امريکې اقتصادي، سياسي او نفسياتي جنګ هم سخت شوے دے. د امريکې ولسمشر د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف ترټولو زيات بې مخينې او ظالمانه اقتصادي بنديزونه لګولي دي. د امريکې حکومت د ثانويه بنديزونو په لګولو سره د ايران له اسلامي جمهوريت سره د نورو هېوادونو د تجارتي مبادلاتو مخه هم ونيوه. حتی د ايران اسلامي جمهوريت ته د زياترو درملو اوخوراکي موادو داخله محدوده او ممنوع شوه. د دنيا په سطح زياتره شرکتونو د دې لپاره چې د امريکې په ثانويه بنديزونو کښې شامل نه شي د ايران له اسلامي جمهوريت سره اقتصادي، مالي او تجارتي مبادلات بند کړل. له ظالمانه بنديزونو څخه د امريکې د حکومت مقصد د ايران د خلقو په ګونډو کول او د ايران د خلقو او د هغوي د حکومت ترمېنځ د درز او فاصلې رامنځته کول وو.
د ايران د سياسي بدلونونو په ډګر کښې د ايران د خلقو شتون دلته کښې معنا او مفهوم پېدا کوي.د ايران خلق له ۲۰۱۸ کال راهسې د امريکې د بنديزونو د نوي دور له وخت نه ترډېرې سختې اقتصادي تنګسته کښې راغلي دي. د خلقو د اخېستلو قوت ډېر سخت کم شوے دے. زياترو درملو ته يې لاسرسائي ډېره ګرانه شوې ده. د دغو دباونو په اړه د خلقو غبرګون ټينګ اودرېدنه او مقاومت دے. او د لارې نقشه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د امريکې له دښمنۍ او کينه ورۍ سره د مقابلې لپاره غوره کړه. د ايران خلق په وروستيو دريو مياشتو کښې درې ځل د خپل هېواد او نظام ملاتړ ته راووتل. يو ځل د جنرل شهيد قاسم سلېماني د جنازې مراسم وو. ايرانيانو د سردار سلېماني د جنازې مراسم په ډېرې بې مخينې توګه ترسره کړل. داسې مراسم چې د دې سبب شول چې امريکې ونه کړې شي په عراق کښې د امريکې په ترټولو لوئې فوځي اډې باندې د حملې ځ،اب ورکړي. له دويم نړيوال جنګ پس په اول ځل وو چې د امريکې په فوځي اډې باندې حمله کيږي او امريکه يې د ځواب ورکولو جرات نه لري. له اسلامي جمهوري نظام څخه په ملاتړ کښې د ايران د خلقو دويم لوے حرکت د سلواغې د مياشتې په دويشتمه نېټه د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د يوڅلوېښتمې کليزې په مراسمو کښې په شانداره توګه ګډون ؤ. د امريکې زيات نه زيات دباو ته په ځواب کښې د ايران د خلقو دريم حرکت د اسلامي شورا د جرګې د انتخاباتو په يولسمه دوره کښې ګډون دے. دغو انتخاباتو وښودله چې د ايران اسلامي انقلاب داسې ودې او ترقۍ ته رسېدلے دے چې خپل د هرې اندازې دښمنان به په ګونډو کړي او له دغې سختې او ګرانې مرحلې څخه به هم په کاميابۍ سره تېر شي.
-----------