د آژانس د غیرحقوقي پوښتنو ځواب نه ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88434-د_آژانس_د_غیرحقوقي_پوښتنو_ځواب_نه_ورکوو
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس غیرحقوقي او بې بنیاده غوښتنو او پوښتنو ته د ځواب نه ورکولو لپاره پیاوړي دلایل لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2020 02:03 Asia/Kabul
  • د آژانس د غیرحقوقي پوښتنو ځواب نه ورکوو

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس غیرحقوقي او بې بنیاده غوښتنو او پوښتنو ته د ځواب نه ورکولو لپاره پیاوړي دلایل لري.

بهروز کمالوندي پرون د ایران د ایټمي فعالیتونو په هکله د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په وروستي رپورټ باندې په نیوکې سره وویل: آژانس نه شي کولی چې د صهیونیسټي رژيم د جاسوسي ادعاؤ په اساس له ایرانه کومه پوښتنه یا غوښتنه ولري.

کمالوندي په دې خبرې سره چې د ایران د ایټمي فعالیتونو په هکله د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس ۱۶ رپورټونه د دې بیاونکې دي چې تهران د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې په خپلو ټولو ژمنو عمل کړی دی، زیاته کړه: د ایران په اسلامي جمهوریت لازمه نه ده چې د آژانس د هغو پوښتنو ځواب ورکړي چې د نړیوالو قوانینو خلاف او د صهیونیسټي رژيم د غلطو رپورټونو په وجه دي او د آژانس غوښتنه باید حقوقي بنیاد ولري.