ایران او فرانسه سیمه ایز حالات په دقت سره څاري
جواد ظریف له دې لږ مخکې پخپل ټولنیزپیغام کې په نړۍکې د کروناویروس خوریدا ته اشاره کړې او دایرانیو ښاریزو خپل هیواد ته د ستنیدو لپاره ئې د هیوادونو او هوائي شرکتونو د ملګرتیا غوښتنه کړې ده .
د ایران اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف د فرانسې له خارجه وزیر ژان ایو لودریّن سره د کنسولي مسئلو پشمول د دوو اړخیزو مسئلو او همداراز د کرونا ویروس دنړیوالې خوریدا به باب په وروستیو بدلونو سره بحث او خبرې اترې کړي دي .
جواد ظریف له دې لږ مخکې پخپل ټولنیزپیغام کې په نړۍکې د کروناویروس خوریدا ته اشاره کړې او دایرانیو ښاریزو خپل هیواد ته د ستنیدو لپاره ئې د هیوادونو او هوائي شرکتونو د ملګرتیا غوښتنه کړې ده .
د ایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د کرونا ویروس د خپریدو په دلیل د الوتونو لغوه کیدا، له هیواده په بهر کې دایران د ځينو ښاریزو د پاتیکیدو لامل شوي،روښانه کړې ده،مونږ په تهران کې او له ایرانه بهر دایران په نمایندګیو کې خپل وطن ته د پاتې ایرانیانو د بیرته ستنیدا د پلانونې لپاره خپله درسته هڅه کارولې ده .