ایران او فرانسه سیمه ایز حالات په دقت سره څاري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88477-ایران_او_فرانسه_سیمه_ایز_حالات_په_دقت_سره_څاري
جواد ظریف له دې لږ مخکې پخپل ټولنیزپیغام کې په نړۍکې د کروناویروس خوریدا ته اشاره کړې او دایرانیو ښاریزو خپل هیواد ته د ستنیدو لپاره ئې د هیوادونو او هوائي شرکتونو د ملګرتیا غوښتنه کړې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 07, 2020 01:00 Asia/Kabul
  • ایران او فرانسه  سیمه ایز حالات په دقت سره څاري

جواد ظریف له دې لږ مخکې پخپل ټولنیزپیغام کې په نړۍکې د کروناویروس خوریدا ته اشاره کړې او دایرانیو ښاریزو خپل هیواد ته د ستنیدو لپاره ئې د هیوادونو او هوائي شرکتونو د ملګرتیا غوښتنه کړې ده .

د ایران اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف  د فرانسې له خارجه وزیر ژان ایو لودریّن سره  د کنسولي مسئلو پشمول د دوو اړخیزو مسئلو  او همداراز د  کرونا ویروس دنړیوالې خوریدا به باب  په وروستیو بدلونو سره بحث او خبرې اترې کړي دي .

 جواد ظریف له دې لږ مخکې پخپل ټولنیزپیغام کې په نړۍکې د کروناویروس خوریدا ته  اشاره کړې او  دایرانیو ښاریزو خپل هیواد ته د ستنیدو لپاره ئې د  هیوادونو او هوائي شرکتونو د ملګرتیا غوښتنه کړې ده .

د ایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د کرونا ویروس د خپریدو په دلیل  د الوتونو  لغوه کیدا، له هیواده په بهر کې  دایران  د ځينو ښاریزو د پاتیکیدو لامل شوي،روښانه کړې ده،مونږ په تهران کې او له ایرانه بهر  دایران په نمایندګیو کې خپل وطن ته د پاتې ایرانیانو د بیرته ستنیدا د پلانونې لپاره  خپله درسته هڅه کارولې ده .