ایران د عراق لپاره د ثبات او ارامښت ارزو کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88507-ایران_د_عراق_لپاره_د_ثبات_او_ارامښت_ارزو_کوي
شمخانی همداراز د امریکایی عسکرو په ویستلو کې د عراق د حکومت ، ملت او پارلیمان اقدام د قدرونې وړ وباله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 08, 2020 11:09 Asia/Kabul
  • ایران د عراق لپاره د ثبات او ارامښت ارزو کوي

شمخانی همداراز د امریکایی عسکرو په ویستلو کې د عراق د حکومت ، ملت او پارلیمان اقدام د قدرونې وړ وباله

د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا سیکرټر د دې خبرې په کولو سره چی اسلامی ایران د عراق لپاره د ثبات او ارامښت ارزو کوي وویل عراق په نږدې راتلونکي کې په سیمه ایزو او نړیوالو مسلو کې رول لوبوي .

علی شمخانی نن په بغداد کې د عراق د ملی امنیت له سلاکار فالح فیاض سره له کتنې وروسته په خبری غونډه کې دې ته په اشارې سره چی په دغه کتنه کې د سیمه ایزو او بیلا بیلو امنیتی مسلو په اړه د نظر تبادله وشوه زیاته کړه  له ۲۰۰۳ میلادی کال راهیسې ورځ په ورځ په بیلا بیلو اقتصادی ، سیاسی ، اجتماعی ، روغتیایی او درملیزو حوزو کې د عراق او ایران د ملتونو او حکومتونو ترمینځ د ملګرتیا ، همفکری ، مشارکت او مساعدت اندازه لا پراخه شوی ده .

شمخانی همداراز د امریکایی عسکرو په ویستلو کې د عراق د حکومت ، ملت او پارلیمان اقدام د قدرونې وړ وباله .ده همداراز د دې خبرې په کولو سره چی صیهونیسټان د سیمې د امنیت او ثبات ضد دي ، هیله څرګنده کړه چی هغه ورځ راورسي چی په سیمه کی د صیهونیسټاڼو هیڅ  اثر نه وي .

فالح فیاض هم په دغه خبري غونډه کی وویل  بغداد په ټولو حوزو کې له تهران سره ملګرتیا ته اهمیت ورکوي  او په ټولو برخو کی د ملګرتیا د پراختیا غوښتنه یې وکړه . فیاض ټینګار وکړ د عراق حکومت او ملت له داعش سره د مبارزې په وخت کې د ایران مرستې نه هیروي .