شمخانی وویل د عراق خلک دپردیوشتون ته اړتیا نلري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88533-شمخانی_وویل_د_عراق_خلک_دپردیوشتون_ته_اړتیا_نلري
برهم صالح هم په دغه کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی اسلامی ایران د عراق دوست او د سخت پړاو ملګرې دې جوته کړه د عراق خلک تل د ایرانی ملت او حکومت قدردان دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2020 10:56 Asia/Kabul
  •  شمخانی وویل د عراق خلک دپردیوشتون ته اړتیا نلري

برهم صالح هم په دغه کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی اسلامی ایران د عراق دوست او د سخت پړاو ملګرې دې جوته کړه د عراق خلک تل د ایرانی ملت او حکومت قدردان دي .

د فارس خبري اژانس له راپور سره سم د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا سیکرټر علی شمخانی په بغداد کی د عراق له ولسمشر برهم صالح سره په کتنه کې وویل د عراق خلک خپلې ګټې ښې پیژني او د پردیوشتون او نظر اعمالولو ته ضرورت نلري .

برهم صالح هم په دغه کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی اسلامی ایران د عراق دوست او د سخت پړاو ملګرې دې جوته کړه د عراق  خلک تل د ایرانی ملت او حکومت قدردان دي . ده ټینګار وکړ د دواړو هیوادونو ګټو او تاریخی اړیکو ژورتیا مطلوب ځای ته د رسیدا لپاره لاره هواره کړي ده .

دواړو لوروهمداراز له رکونا ویروس سره په مبارزه کې د ایران او عراق د ګډې ملګرتیا په ضرورت ټینګار وکړ .

د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي شمخاني  همداراز پرون په بغداد کښې د عراق د چارو د پرمخ بیولو له لومړي وزیر عادل عبدالمهدي سره په کتنې کښې د عراق حساسو شرایطو او په سیمه کښې د ثبات او د ارامښت په تثبیت کښې د دغه هیواد ټاکونکي رول ته په اشارې سره وویل اسرائیلو ،  عربو او لویدیځو هیوادونو خپله ټوله هڅه پیل کړي ده چې عراق ثبات ته ونه رسیږي .

شمخاني په سیمه کښې د ناامنۍ په رامینځته کولو کښې د صهیونیسټ رژیم ورانونکي رول ته په اشارې سره وویل د مقاومت د لومړۍ کرښې په هیوادونو کښې د ټولنیزې ستړیا او د وروستوالي د رامینځته کولو لپاره د دښمن هڅه د سیمې د مسلمانو ملتونو ترمینځ د اتحاد او د کوټلتیا ترټولو مهم دلیل دی .