په ایران کې په کرونا ویروس ککړکابودرې زره کسان ښه شوي
تر دې د مه د نړۍ کابو یو سل لسو هیوادونو ته دکرونا ویروس خوریدا رسیدلي او په دغه خوریدونکي ویروس په درستې نړۍ کې څه دپاسه یو لک څوارلس زره کسان ککړ شوي چې له دغه شمیره څه دپاسه څلور شپیته کسان په د رملنې پسې ښه شوي او همداراز څه دپاسه څلور زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه و رکړی دی .
زمونږ خبریال راپورراکړ د ایران د روغتیا او درملنې دچارو زوارت ویندوي کیانوش رستمي نن په خبري ناستې کې ووئيل تر دې دمه په ایران کې له هغو کسانو چې په کرونا ویروس ککړدي ، دوه زره اوه سوه یو دیرش کسان له درملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
کیانوش جهانپور ددې خبرې په کولو سره چې تر دې دمه په ایران کې اته زره او دوه څلویښت کسان په قطعي توګه په کرونا ویروس ککړ شوي دي ووئيل ؛ له بده مرغه په کرونا ویروس ککړو دوه سوه نوي کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .