د امریکا بندیزونه له کرونا سره دایران د ولس دمبارزې خنډدي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88635-د_امریکا_بندیزونه_له_کرونا_سره_دایران_د_ولس_دمبارزې_خنډدي
د واشنګټن په ظالمانه بندیزونو کې چې د درملو اوطبي تجهیزاتو پشمول اساسی شیان پکې شامل دي ، د ایران د ولس په تیره بیا د ناروغانو لپاره ئې ډير مشکلاتو راولاړ کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2020 03:51 Asia/Kabul
  • د امریکا بندیزونه له کرونا سره دایران  د ولس دمبارزې خنډدي

د واشنګټن په ظالمانه بندیزونو کې چې د درملو اوطبي تجهیزاتو پشمول اساسی شیان پکې شامل دي ، د ایران د ولس په تیره بیا د ناروغانو لپاره ئې ډير مشکلاتو راولاړ کړي دي .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ  په ملګروملتو کې د اسلامی ایران  دایمي استازي مجید تخت رروانچي پخپل ټولنیز پیغام کې د ایران په ضد  د امریکا یو اړخیز بندیزونه ،  له کرونا ویروس سره د  مبارزې لپاره  دتهران د هلوځلو خنډ بللي او ټينګار ئې کړی ،  نړیوال بحرانونه  د نړیوالو حقیقي هلو ځلو ته اړتیا لري .

تخت روانچي  روښانه کړې ده ،  د ایران ولس اوحکومت  له کرونا ویروس سره  د مبارزې لپاره ډيره هڅه کوي ، خو د امریکا بندیزونه  ددغو هلوځلو خنډ شوي دي .

 تخت روانچي پر امریکا غږ کړی ،د انسان دوستۍ د هلوځلو له سیاسی کولو دې لاس واخلي اوبندیزونه دې ختم کړي .

 د اسلامی ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم دپنجشنبې په ورځې  د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش ته  په یوه لیک کې  چې  یوه یوه کاپي ئې  د درستو هیوادونو خارجه وزیرانو او نړیوالو اورګانونو ته هم لیږدول شوي ، ، له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره ئې د ایران په ضد دامریکا د یو اړخیزو بندیزونو پر لیرې کولو ټينګار کړی ؤ .

د واشنګټن په ظالمانه بندیزونو کې  چې د درملو اوطبي تجهیزاتو پشمول  اساسی شیان پکې شامل دي ، د ایران د ولس  په تیره بیا د ناروغانو لپاره ئې ډير مشکلاتو راولاړ کړي دي .