په ایران کې له کرونا ویروس سره مبارزه جنګي بڼه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88693-په_ایران_کې_له_کرونا_ویروس_سره_مبارزه_جنګي_بڼه_لري
سردار سلامی د ایران ددرملنې او طبي ټولنې او دوسلوال ځواک ،ولس او حکومت په قدرونې سره ووئیل سپاه پاسداران د کرونا ویروس د کنټرولولو او د ولس داندیښنو د بشپړ ختمولو لپاره د درست ایران د درملنې او طبي ټولنې ترڅنګ په ډګر کې شتون لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 17, 2020 04:01 Asia/Kabul
  • په ایران کې له کرونا ویروس سره مبارزه جنګي بڼه لري

سردار سلامی د ایران ددرملنې او طبي ټولنې او دوسلوال ځواک ،ولس او حکومت په قدرونې سره ووئیل سپاه پاسداران د کرونا ویروس د کنټرولولو او د ولس داندیښنو د بشپړ ختمولو لپاره د درست ایران د درملنې او طبي ټولنې ترڅنګ په ډګر کې شتون لري .

سپاه نیوز خبری سایټ راپورو رکړی ، داسلامی انقلاب   دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامی  پرون ناوخته  په تهران کې د د سپاه دکنټرول  اوقوماندانۍ په مرکز  او ژواک په  دفاعي غونډ  په شتون سره ، په درست ایران کې د ساتندویه  ځواک د قوماندانو په ټول کې  په ویډیو ئي کنفرانس کې ، له کروناویروس  سره په مقابلې  او  ددغې سپیرې بلا دلازیاتې خپریدا دمخنیوي  لپاره ددغه ولسی اورګان  د اقداماتو  او فعالیتونو په باب ارزونې اوسپړنې وکړې .

 سردار سلامی د ایران ددرملنې او طبي  ټولنې  او دوسلوال ځواک ،ولس او حکومت  په قدرونې  سره  ووئیل  سپاه پاسداران د کرونا ویروس د کنټرولولو او د ولس داندیښنو د بشپړ ختمولو لپاره  د درست ایران د درملنې  او طبي ټولنې ترڅنګ   په ډګر کې شتون لري .

 هغه  له کرونا ویروس سره  په مقابلې او له کرونا ویروس سره د  مبارزې د ملي  کمیټې  د سپارښتنو او  تدبیرونو باندې  په عمل  سره د ددغې بلا  دخوریدا  له غوڅيدا سره  په مقابلې کې  د خلکو  په لازیاتې ملګرتیا باندې  په ټينګار سره  هیله وښودله ، ډير زر د ایران ولس  پر دغه خوریدونکي ویروس غلبه وکړي .

په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي و د ملګروملتو د  ماشومانو بسپنې یا یونیسف ادارې هم  له کرونا ویروس خوریدا سره  دمبارزې په خاطر  خپلې انسان دوستۍ  مرستو دریمه جوپه هم  ایران ته رالیږلې ده .  له دې سره په یووخت د  ایران دخارجه وزارت اړونده  ادارې  پرون   د متحده عربی اماراتو  له خوا هم د انسان دوستۍ د مرستو دیوې سترې جوپې  چې  له کرونا ویروس سره د  مقابلې  د تجهیزاتو ،ماسکونو  او درملومشتمله ده تهران  ته د رارسیدو خبر ورکړی دی.

Image Caption

 

 له دې سره په یووخت  په ډنمار کې د ایران سفیر ې میرمن افسانه  نادي پور د کرونا ویروس په ضد د ایران په مبارزې د ا مریکا د ظالمانه بندیزونو داغیزو  په عنوان سره  دیوې مقالې په خپرولو سره لیکلي دی ، ایران د درملنې له پرمختللي او پیاوړي نظام څخه  له برخمنیدا سره سره ، د امریکا  د ظالمانه بندیزونو په دلیل   له کرونا ویروس سره په مقابلې کې  له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ دی . او نړیواله ټولنه  دې په دې باب خپله چپتیا غوڅه کړي او پر امریکا دې دباؤ زیات کړي ،څو په دغو بیړنیو حالاتو کې د ایران په ضد بندیزونه لغوه کړي .