په ایران کې له کرونا ویروس سره مبارزه جنګي بڼه لري
سردار سلامی د ایران ددرملنې او طبي ټولنې او دوسلوال ځواک ،ولس او حکومت په قدرونې سره ووئیل سپاه پاسداران د کرونا ویروس د کنټرولولو او د ولس داندیښنو د بشپړ ختمولو لپاره د درست ایران د درملنې او طبي ټولنې ترڅنګ په ډګر کې شتون لري .
سپاه نیوز خبری سایټ راپورو رکړی ، داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامی پرون ناوخته په تهران کې د د سپاه دکنټرول اوقوماندانۍ په مرکز او ژواک په دفاعي غونډ په شتون سره ، په درست ایران کې د ساتندویه ځواک د قوماندانو په ټول کې په ویډیو ئي کنفرانس کې ، له کروناویروس سره په مقابلې او ددغې سپیرې بلا دلازیاتې خپریدا دمخنیوي لپاره ددغه ولسی اورګان د اقداماتو او فعالیتونو په باب ارزونې اوسپړنې وکړې .
سردار سلامی د ایران ددرملنې او طبي ټولنې او دوسلوال ځواک ،ولس او حکومت په قدرونې سره ووئیل سپاه پاسداران د کرونا ویروس د کنټرولولو او د ولس داندیښنو د بشپړ ختمولو لپاره د درست ایران د درملنې او طبي ټولنې ترڅنګ په ډګر کې شتون لري .
هغه له کرونا ویروس سره په مقابلې او له کرونا ویروس سره د مبارزې د ملي کمیټې د سپارښتنو او تدبیرونو باندې په عمل سره د ددغې بلا دخوریدا له غوڅيدا سره په مقابلې کې د خلکو په لازیاتې ملګرتیا باندې په ټينګار سره هیله وښودله ، ډير زر د ایران ولس پر دغه خوریدونکي ویروس غلبه وکړي .
په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي و د ملګروملتو د ماشومانو بسپنې یا یونیسف ادارې هم له کرونا ویروس خوریدا سره دمبارزې په خاطر خپلې انسان دوستۍ مرستو دریمه جوپه هم ایران ته رالیږلې ده . له دې سره په یووخت د ایران دخارجه وزارت اړونده ادارې پرون د متحده عربی اماراتو له خوا هم د انسان دوستۍ د مرستو دیوې سترې جوپې چې له کرونا ویروس سره د مقابلې د تجهیزاتو ،ماسکونو او درملومشتمله ده تهران ته د رارسیدو خبر ورکړی دی.
له دې سره په یووخت په ډنمار کې د ایران سفیر ې میرمن افسانه نادي پور د کرونا ویروس په ضد د ایران په مبارزې د ا مریکا د ظالمانه بندیزونو داغیزو په عنوان سره دیوې مقالې په خپرولو سره لیکلي دی ، ایران د درملنې له پرمختللي او پیاوړي نظام څخه له برخمنیدا سره سره ، د امریکا د ظالمانه بندیزونو په دلیل له کرونا ویروس سره په مقابلې کې له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ دی . او نړیواله ټولنه دې په دې باب خپله چپتیا غوڅه کړي او پر امریکا دې دباؤ زیات کړي ،څو په دغو بیړنیو حالاتو کې د ایران په ضد بندیزونه لغوه کړي .