امریکادي د ایران په ضد مالی بندیزونه لغوه کړي
سنډرز روښانه کړې امریکائي بندیزونه باید په ایران کې دانساني غمیزې درامینځةکیدا لامل نشي .
ایرنا خبری آژانس هم راپور ورکړی ، د امریکا د ډيموکراټانو له خوا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې احتمالی کاندید برني سنډرز هم پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ،دامریکا حکومت دې د مالی بندیزونو پشمول هر ډول هغه بندیزونه چې له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره د ایران توانمنیو ته تاوان رسوي ، لغوه کړي .سنډرز روښانه کړې امریکائي بندیزونه باید په ایران کې دانساني غمیزې درامینځةکیدا لامل نشي .
داپه داسې حال کې دي چې له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره د چین مرستې هماغه راز دوام لري او پرون هم دچین د بیجینګ ښاروال چن جینینګ د تهران ښاروال پیروز حناچي ته دیوه لیک په رالیږلو سره په بیلابیلو ډګرونو کې په تیره بیا له کرونا ویروس خوریدا سره دمقابلې په خاطر د روغتیائی آلو او تجهیزاتو پشمول دیرش ټنه شیانو د لیږدولو خبر ورکړی دی . له دې مخکې د چین د حکومت او ملت له خوا د ایران ملت او حکومت سره د مرستې دیارلس سترې جوپې رالیږل شوي دي او وئیلي ئې دي چې له کرونا ویروس له خوریدا سره د مقابلې به ایران ته نوره مرستې هم ولیږدوي .