کروناویروس د نړیوالوپه وړانډې دامریکادبندیزونوحقیقت روښانه کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88736-کروناویروس_د_نړیوالوپه_وړانډې_دامریکادبندیزونوحقیقت_روښانه_کړ
درست نړیوال باید دامریکا د ظالمانه او غیر انساني بندیزونو په خلاف راپورته شي او په درستې نړۍ کې د لکونو خلکو د ژوند په فکر کې دې شي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 19, 2020 03:53 Asia/Kabul
  • کروناویروس د نړیوالوپه وړانډې دامریکادبندیزونوحقیقت روښانه کړ

درست نړیوال باید دامریکا د ظالمانه او غیر انساني بندیزونو په خلاف راپورته شي او په درستې نړۍ کې د لکونو خلکو د ژوند په فکر کې دې شي .

زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف  پرون مازدیګر د نوروز دلرغوني اختر په  درشل کې  د  ایران ملت او هغو ټولو کسانو ته چې  د نوروز اختر لمانځي ، پخپل یوه ویډیوئی پیغام کې  یاودنه  کړې ده ، کله  درملو ،خوراکي موادو او د انسان دوستۍ نورو شیانو ته دیوه ملت   دلاس رسي حق سلب شو ،نو  دنورو  هیوادونو سره په پرتله کې د نابرابرۍ او تاوان موندنې په موقعیّت کې واقع کیږي .  جواد ظریف ددې خبرې په کولو سره  چې کرونا ویروس د نړۍ  دخلکو لپارهد امریکا د ظالمانه بندیزونو حقیقت ښکاره کړ ووئیل ،  د ایرانیانو دسلامتیا بایکاټول  له هماغه پیله  د ا یران په ضد دامریکا په بندیزونو او د اقتصادي ترهه ګرۍ  په مرکزي هستې کې ټاکل شوې و. درست نړیوال باید  دامریکا د ظالمانه او غیر انساني بندیزونو په خلاف راپورته شي او په درستې نړۍ کې د  لکونو خلکو د  ژوند په فکر کې دې شي .   

په لندن کې د  اسلامی  ایران سفیر حمید بعیدي نژاد بیګا پخپل یوه ټولنیز پیغام کې په درستې نړۍ کې د کرونا  ویروس خوریدا ته په اشارې سره  د  امریکا د بشري ضد  بندیزونو په خلاف د انګلستان د رسندویو  د چغې پورته کولو  غوښتنه کړې  او دغه هیواد رسندوئي ټولنو مسئولانو اومشرانو ته په لیک لیږدولو سره ئې وئیلي دي ، دانساني دندې په توګه دې دنړیوالو غوږونو ته د امریکا دغیر انساني اقداماتو اوبندیزونو خبره ورسوي .