کروناویروس د نړیوالوپه وړانډې دامریکادبندیزونوحقیقت روښانه کړ
درست نړیوال باید دامریکا د ظالمانه او غیر انساني بندیزونو په خلاف راپورته شي او په درستې نړۍ کې د لکونو خلکو د ژوند په فکر کې دې شي .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون مازدیګر د نوروز دلرغوني اختر په درشل کې د ایران ملت او هغو ټولو کسانو ته چې د نوروز اختر لمانځي ، پخپل یوه ویډیوئی پیغام کې یاودنه کړې ده ، کله درملو ،خوراکي موادو او د انسان دوستۍ نورو شیانو ته دیوه ملت دلاس رسي حق سلب شو ،نو دنورو هیوادونو سره په پرتله کې د نابرابرۍ او تاوان موندنې په موقعیّت کې واقع کیږي . جواد ظریف ددې خبرې په کولو سره چې کرونا ویروس د نړۍ دخلکو لپارهد امریکا د ظالمانه بندیزونو حقیقت ښکاره کړ ووئیل ، د ایرانیانو دسلامتیا بایکاټول له هماغه پیله د ا یران په ضد دامریکا په بندیزونو او د اقتصادي ترهه ګرۍ په مرکزي هستې کې ټاکل شوې و. درست نړیوال باید دامریکا د ظالمانه او غیر انساني بندیزونو په خلاف راپورته شي او په درستې نړۍ کې د لکونو خلکو د ژوند په فکر کې دې شي .
په لندن کې د اسلامی ایران سفیر حمید بعیدي نژاد بیګا پخپل یوه ټولنیز پیغام کې په درستې نړۍ کې د کرونا ویروس خوریدا ته په اشارې سره د امریکا د بشري ضد بندیزونو په خلاف د انګلستان د رسندویو د چغې پورته کولو غوښتنه کړې او دغه هیواد رسندوئي ټولنو مسئولانو اومشرانو ته په لیک لیږدولو سره ئې وئیلي دي ، دانساني دندې په توګه دې دنړیوالو غوږونو ته د امریکا دغیر انساني اقداماتو اوبندیزونو خبره ورسوي .