د ایران متخصصانو دکرونا ویروس دمعلومولوکیټ تولیدکړ
د ایران د پوهنتوني جهاد د چارو مشر حمید رضاطیبي پرون ناوخته د مالیکولي تشخیص د دغه کیټ معرفي کولو په وخت ووئیل ، په چین کې د کروناویروس په خپریدا سره دا اټکل موجود ؤ چې دغه ویروس نورو هیوادونو ته غزیږي . نو ځکه ایرانیو څیړاندو له هماغه پیله د کرونا ویروس دمعلومولو دکیټونو تولید پخپلې ایجنډا کې شامل کړ .
ایرنا خبری آژانس راپورو رکړ د ایران د پوهنتوني جهاد څيړاندو د ماډرن ټيکنالوجیو له فارمولې څخه په استفادې سره د کوویمډ په تجارتي نامې سره د کووید -۱۹ مالیکولو د معلومولو کیټ پلان او تولید کړ .
راپورښئ د ایران د پوهنتوني جهاد د چارو مشر حمید رضاطیبي پرون ناوخته د مالیکولي تشخیص د دغه کیټ معرفي کولو په وخت ووئیل ، په چین کې د کروناویروس په خپریدا سره دا اټکل موجود ؤ چې دغه ویروس نورو هیوادونو ته غزیږي . نو ځکه ایرانیو څیړاندو له هماغه پیله د کرونا ویروس دمعلومولو دکیټونو تولید پخپلې ایجنډا کې شامل کړ .
طیبي د تولید شوي کیټ دکیفیّت په باب روښانه کړې ده ، د ایران دپوهنتوني جهاد څيړاند توانیدلي دي ، داسې کیټونه تولید کړي ، چې د دنیا له ماډرن ټيکنالوجۍ سره سمون خوري اود روغتیا د وزارت له خوا هم تائيد شوي دي .
د ایران د روغتیائي وزارت د اعلامیې په اساس تر پرون مازدیګر پورې په ایران کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر اولس زره درې سوه یو شپیت تنو ته رسیدلی چې له دغو کسانو په درملنې پسې پنځه زره اوه سوه لس کسان ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي هم دي ، البته له بده مرغه له دغو ککړو کسانو یو زر یو سل پنځه دیرشو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی .
کرونا ویروس تر دې دمه دنړۍ یو سل اویاؤ هیوادونو ته غزیدلی او څه دپاسه دوه لکه کسان پرې ککړ شوي دي .