د سلامتيا ډېپلومېسي او د ايران خلق د کورونا او بنديزونو قرباني
(last modified Sat, 21 Mar 2020 10:48:12 GMT )
Mar 21, 2020 15:18 Asia/Kabul
  • د سلامتيا ډېپلومېسي او د ايران خلق د کورونا او بنديزونو قرباني

د کورونا وائرسو له نړيوال ګواښ سره د ايران له موثرې مبارزې سره سره د خلقو په سلامتيا او دکورونا وائرسو سره د ايران د مبارزې په کيفيت د امريکې د ظالمانه بنديزونو له تاثير څخه د نړيوالو عامه افکارو د خبرولو په هدف سره د سلامتيا ډېپلومېسي په اېجنډا کښې شتون لري.

ايران همدارنګ د امريکې د غېرقانوني او يواړخيزو بنديزونو په سيوري کښې په سختۍ سره د کورونا بې پولې وائرسو سره د مبارزې په حال کښې دے چې دغو بنديزونو کورونائي بيمارانو ته د ايران د خدمت د رسولو په کيفيت تاثير کړے او په ايران کښې يې له مخکښې نه زيات د عامه خلقو ژوند له خطر سره مخامخ کړے دے.

د بشري حقوقو په خلاف د امريکې دغه اقدام نه يوازې د ايران د خلقو ژوند له خطر سره مخامخ کړے دے ، بلکه د کورونا وائرسو د ماهيت په وجه چې له هيڅ يو خاص قوم او بشريت سره متعلق نه دے د نړۍ په هر ځاے کښې له دغو مرګونو وائرسو سره په مبارزه کښې ناکامي د نړۍ په سطح کښې د بشريت سلامتيا ګواښي.

په دې مېنځومان کښې په هره اندازه چې له کورنا مرګونو وائرسو سره د ايران مبارزه موثره او بشپړه نه وي نو په هم هغه اندازه به د امريکې په شمول د نورو هېوادونو خلق هم د دغو وائرسو د خطر په نښه وي.

د کوويډ نولس وائرسو سره د مبارزې يوازېنۍ لار ډله ايز اقدام، د ټولو سائنسي تجربو له يو بل سره شريکول او له دغو وائرسو څخه د خلقو ژوند ته د نجات ورکولو لپادره له درملو او طبي سامانونو څخه بې له څه محدوديته استفاده ده.

په همدې لړ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني بېګا د امريکې خلقو ته په يو پېغام کښې وليکل، کوويډ نولس بيمارۍ ته ماتې ورکول نړيواله ذمه واري او دنده ده او د کورونا وائرسو خطرناکو پراختيائي حالاتو ته په پام سره تهران، پېرس، لندن او واشنګټن دومره فاصله نه لري.

ډاکټر روحاني د امريکې خلقو ته په دغه پېغام کښې د دې په بيانولو سره چې پکار دے اجازه ورنکړئ چې د امريکې د تاريخ پاڼې له دې زياتې تورې شي تاکيد وکړ، هر لنډفکره او غليمانه سياست چې وغواړي په ايران کښېد بحران په کنټرولولو کښې طبي نظام د کمزورۍ او د مالي سرچينو د محدوديت سبب شي په نورو هېوادونو کښې به د کوئيډ -۱۹ وائرسو له پراختيا سره د مبارزې په بهير باندې نېغ په نېغه تاثير ولري.

د ايران په ملت د امريکې پراخه او غېر قانوني بنديزونه د ايران د خلقو په سلامتيا او روغتيا کښې نېغ په نېغه رول لري او اوس بنديزونه هم هغه کار کوي چې کورونا وائرس په هرو لسو دقيقو کښې يو ايرانے وژني.

بې له شکه د ايران خلق په دې ورځو کښې په يو وخت د کوويډ نولس مرګونو وائرسو او د امريکې د بنديزونو قرباني کيږي.

په داسې حالاتو کښې د امريکې حکومت په داسې حال کښې د ايران له خلقو سره د مرستې ادعا کوي چې د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ وويل، د ايران چارواکي دې د کورونا وائرسو په دوران کښې د بنديزونو د کمېدو يا ختمېد اميد ونه لري. د امريکې د حکومت دغه موقف اختيارول ښودنه کوي چې د ايران د خلقو لپاره د دغه هېواد خيرغوښتنه د مګرمچ له اوښکو نه بغېر څه نه دي، او د امريکې حکومت د کورونا وائرسو ترڅنګه د ايران د خلقو اصلي قاتل دے او پکار دے ځواب ويونکے وي.

د امريکې د کانګرس د ډېموکرېټې استازې ايلهان عمر د وېنا له مخې په داسې حالاتو کښې چې په ايران کښې په هرو لسو دقيقو کښې يو تن د کورونا له کبله وفات کيږي په ايران باندې د اقتصادي بنديزونو دوام يوازې له شرارت نه ډک سخت زړۀ توب دے.

 

ټیګونه