امریکا له کرونا ویروس سره دنړیوالې مبارزې خنډ ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88814-امریکا_له_کرونا_ویروس_سره_دنړیوالې_مبارزې_خنډ_ده
په رووستیو اونیو کې دنړۍ په بیلابیلو زیاتره هیوادونو کې د کرونا ویروس په خپریدا پسې ، دترکیې ، روسیې ،پاکستان،چین پشمول د زیاتره هیوادونو مشرانو سره د ملګروملتو او نورو نړیوالو اورګانونو د ایران په ضد دامریکا د غیر قانوني او یواړخیزو بندیزونو دلغوه کولو غوښتنه کړې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2020 10:22 Asia/Kabul
  • امریکا له کرونا ویروس سره دنړیوالې مبارزې خنډ ده

په رووستیو اونیو کې دنړۍ په بیلابیلو زیاتره هیوادونو کې د کرونا ویروس په خپریدا پسې ، دترکیې ، روسیې ،پاکستان،چین پشمول د زیاتره هیوادونو مشرانو سره د ملګروملتو او نورو نړیوالو اورګانونو د ایران په ضد دامریکا د غیر قانوني او یواړخیزو بندیزونو دلغوه کولو غوښتنه کړې ده .

ایرناخبری اژانس راپورورکړی،د اسلامی ایران خارجه وزیرمحمدجواد ظریف نن پخپل ټولنیز پیغام کې د ایران په ضد د امریکا د غیر قانوني بندیزونو دلغوه کولولپاره د نړیوالې هڅې په قدرونې سره لیکلی دي ،امریکا له کوویډ -۱۹ ډوله ناروغۍ سره د نړیوالې مبارزې یو مهم خنډ هیواد د ی.

 جواد ظریف پخپل دغه پیغام کې  لیکلي ديۍ،په نړۍ کې  اخلاقي اوعملی  اقداماتو ترسره کیدا ضروري ده او یوازینۍ حل لاره د امریکا هراړخیز رټل او  کلکه دریدا ده . 

 د اسلامی ایران خارجه وزیر  له دې مخکې هم د برازیل له  فالیا ډي سان پائولو  خپرونې سره په خبرو کې  وئیلي وو،د امریکا درملیزه ترهه ګري د نړیوالې خوریدونکي ناروغۍ په مقابل کې د اغیزشیندونکي غبرګون خنډ ده .

 په رووستیو اونیو کې  دنړۍ  په بیلابیلو زیاتره هیوادونو کې د کرونا ویروس  په خپریدا پسې ، دترکیې ، روسیې ،پاکستان،چین پشمول د زیاتره هیوادونو مشرانو  سره د ملګروملتو او نورو نړیوالو اورګانونو  د ایران په ضد دامریکا د غیر قانوني او یواړخیزو بندیزونو دلغوه کولو غوښتنه کړې ده .

د واشنګټن ظالمانه او یو اړخیز بندیزونه  چې  اساسی شیان او حتی درمل او طبي تجهیزات  هم پکې شاملیږي ،  د ایران دو لس په تیره بیا د کرونا ویروس  د ککړو ناروغانو لپاره ئې ډير زیات مشکلات رامینځةکړي دي . امریکائي چارواکو  د ایران په ضد دبندیزونو د لغوه کولو له نړیوالو غوښتنو سره سره ،په وروستیو څو ورځو کې  دایران یو شمیر شرکتونه او شخصیتونه هم بایکاټ کړي دي .