امریکا له کرونا ویروس سره دنړیوالې مبارزې خنډ ده
په رووستیو اونیو کې دنړۍ په بیلابیلو زیاتره هیوادونو کې د کرونا ویروس په خپریدا پسې ، دترکیې ، روسیې ،پاکستان،چین پشمول د زیاتره هیوادونو مشرانو سره د ملګروملتو او نورو نړیوالو اورګانونو د ایران په ضد دامریکا د غیر قانوني او یواړخیزو بندیزونو دلغوه کولو غوښتنه کړې ده .
ایرناخبری اژانس راپورورکړی،د اسلامی ایران خارجه وزیرمحمدجواد ظریف نن پخپل ټولنیز پیغام کې د ایران په ضد د امریکا د غیر قانوني بندیزونو دلغوه کولولپاره د نړیوالې هڅې په قدرونې سره لیکلی دي ،امریکا له کوویډ -۱۹ ډوله ناروغۍ سره د نړیوالې مبارزې یو مهم خنډ هیواد د ی.
جواد ظریف پخپل دغه پیغام کې لیکلي ديۍ،په نړۍ کې اخلاقي اوعملی اقداماتو ترسره کیدا ضروري ده او یوازینۍ حل لاره د امریکا هراړخیز رټل او کلکه دریدا ده .
د اسلامی ایران خارجه وزیر له دې مخکې هم د برازیل له فالیا ډي سان پائولو خپرونې سره په خبرو کې وئیلي وو،د امریکا درملیزه ترهه ګري د نړیوالې خوریدونکي ناروغۍ په مقابل کې د اغیزشیندونکي غبرګون خنډ ده .
په رووستیو اونیو کې دنړۍ په بیلابیلو زیاتره هیوادونو کې د کرونا ویروس په خپریدا پسې ، دترکیې ، روسیې ،پاکستان،چین پشمول د زیاتره هیوادونو مشرانو سره د ملګروملتو او نورو نړیوالو اورګانونو د ایران په ضد دامریکا د غیر قانوني او یواړخیزو بندیزونو دلغوه کولو غوښتنه کړې ده .
د واشنګټن ظالمانه او یو اړخیز بندیزونه چې اساسی شیان او حتی درمل او طبي تجهیزات هم پکې شاملیږي ، د ایران دو لس په تیره بیا د کرونا ویروس د ککړو ناروغانو لپاره ئې ډير زیات مشکلات رامینځةکړي دي . امریکائي چارواکو د ایران په ضد دبندیزونو د لغوه کولو له نړیوالو غوښتنو سره سره ،په وروستیو څو ورځو کې دایران یو شمیر شرکتونه او شخصیتونه هم بایکاټ کړي دي .