امريکائي سياستدانان کورونا د دښمنۍ د دوام لپاره يو فرصت بولي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88853-امريکائي_سياستدانان_کورونا_د_دښمنۍ_د_دوام_لپاره_يو_فرصت_بولي
په چين کښې د کورونا وائرسو په خپرېدو او د امريکنيانو لپاره په مثبتو اقتصادي اثراتو د امريکې د سوداګرۍ د وزير خوشحالي او د متوهم پومپئو لخوا په ايران د فوځي حملې وړانديز د دغو دښمنو څرګندې نمونې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2020 13:09 Asia/Kabul
  • امريکائي سياستدانان کورونا د دښمنۍ د دوام لپاره يو فرصت بولي

په چين کښې د کورونا وائرسو په خپرېدو او د امريکنيانو لپاره په مثبتو اقتصادي اثراتو د امريکې د سوداګرۍ د وزير خوشحالي او د متوهم پومپئو لخوا په ايران د فوځي حملې وړانديز د دغو دښمنو څرګندې نمونې دي.

د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر تاکيد وکړ، يوازې امريکائي سياستدانان دي چې کورونا د دښمنۍ د دوام لپاره يو فرصت ګڼي.

علي شمخاني نن په خپل يو ټوئيټ کښې دې ته په اشارې سره چې يوازې امريکائي سياستوالان دي چې کورونا د دښمنۍ د دوام لپاره يو فرصت بولي زياته کړه، په چين کښې د کورونا وائرسو په خپرېدو او د امريکنيانو لپاره په مثبتو اقتصادي اثراتو  د امريکې د سوداګرۍ د وزير خوشحالي او د متوهم پومپئو لخوا په ايران د فوځي حملې وړانديز د دغو دښمنو څرګندې نمونې دي.

هغه وويل، په حقيقت کښې کورونا وائرس د کوم بيمار او جنايت پېشه مغزو نتيجه ده؟