په ایران کښې د بایلوژیکي دفاع مانوره نن کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88862-په_ایران_کښې_د_بایلوژیکي_دفاع_مانوره_نن_کیږي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکنې ځواک قومندان برید جنرال محمد پاکپور وویل د سلامتیا د مدافعو شهیدانو د چاپیریال د پاکونې عملیات او د بایلوژیکې دفاعي عمومي مانوره نن په ټول اسلامي ایران کښې پیلیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 25, 2020 01:39 Asia/Kabul
  • په ایران کښې د بایلوژیکي دفاع مانوره نن کیږي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکنې ځواک قومندان برید جنرال محمد پاکپور وویل د سلامتیا د مدافعو شهیدانو د چاپیریال د پاکونې عملیات او د بایلوژیکې دفاعي عمومي مانوره نن په ټول اسلامي ایران کښې پیلیږي .

هغه پرون په خبري کانفرنس کښې وویل په دغه بایلوژیکي مانورې کښې به د ثابتو او د ګرځنده روغتونونو له ټولو ظرفیتونو استفاده وشي او د ټول ایران په دریو زرو (۳۰۰۰) او په تهران کښې په سلو (۱۰۰) سیمو کښې به د پاکونې عملیات ترسره شي .

پاکپور وویل په دغه بایلوژیکې مانورې کښې به  د سیمو د پاکولو او عفوني ضد کولو لپاره د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک له سلو (۱۰۰) یونټونو او د لسو (۱۰) مرکزونو له امکاناتو استفاده وشي چې په هیواد کښې د کورونا وایروس د جرړې د ختمولو کار دوام ولري .