نړۍ دې د بدماش د بندیزونو تماشه نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88902-نړۍ_دې_د_بدماش_د_بندیزونو_تماشه_نه_کوي
د ایران خارجه وزیر وايي: د بدماش د بندیزونو خیال نه ساتل یو اخلاقي ضرورت دی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Mar 27, 2020 01:06 Asia/Kabul
  • نړۍ دې د بدماش د بندیزونو تماشه نه کوي

د ایران خارجه وزیر وايي: د بدماش د بندیزونو خیال نه ساتل یو اخلاقي ضرورت دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا په یو ټویټري پیغام کښې د دې خبرې په یادونې سره چې حتی د نړۍ د ترټولو ستر اقتصاد په توګه امریکا هم له کُرونا سره د مقابلې لپاره نړیوالو مرستو ته ضرورت لري، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د واشنګټن د بندیزونو نندارچي نه شي.

د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف په خپل ټویټر اکاونټ کښې له کرونا وایرس سره د مقابلې لپاره له جنوبي کوریا څخه د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مرستې غوښتنې ته په اشارې سره لیکلې دي: کرونا نړۍ ته پراخ او دروند تاوان رسوي او هیڅ هیواد ترې خوندي نه دی. حتی د نړۍ ترټولو ستر اقتصاد هم له دې وبا سره د مقابلې لپاره د نورو مرستې ته اړتیا لري، خو بیا هم واشنګټن د ایران خلاف د اقتصادي ترهګرۍ له بندولو ډډه کوي.

ظریف زیاتوي: آیا امریکا د یوې (همیشنۍ وبا) په لټه کښې ده؟ د بدماش د بندیزونو خیال نه ساتل یو اخلاقي ضرورت دی.

د ویلو ده چې د ایران په شمول د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې په دې وروستیو اونیو کښې د کرونا ناروغۍ له خوریدو وروسته نړیوالو ارګانونو او د ترکیې، روسيې، پاکستان او چین په شمول مختلفو هیوادونو د ایران خلاف د امریکې د یواړخیزو او غیرقانوني بندیزونو د ختمیدو غوښتنه کړې ده.