ایران په افغانستان کښې د سراسري اوربند له اجرا کیدو ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88904-ایران_په_افغانستان_کښې_د_سراسري_اوربند_له_اجرا_کیدو_ملاتړ_کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په ټول افغانستان کښې د اورنبد د اجرايي کیدو په هکله د ملګرو ملتو د سرمنشي د آیډیا ملاتړ وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2020 01:42 Asia/Kabul
  • ایران په افغانستان کښې د سراسري اوربند له اجرا کیدو ملاتړ کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په ټول افغانستان کښې د اورنبد د اجرايي کیدو په هکله د ملګرو ملتو د سرمنشي د آیډیا ملاتړ وکړ.

د ایران خارجه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې په ټولو جنګونو کښې د نړیوال اوربند د اعلانولو او له کرونا وایرس سره د مبارزې د پیلولو په هکله د ملګرو ملتو د سرمنشي انټونیو ګوتریش د وړاندیز په ملاتړ سره وویل: ایران له افغانستان سره د ګاونډیتوب او هم داشان له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې د میلیونونو افغانستاني کډوالو د شتون په وجه د افغانستان له موجوده حالاتو ترټولو زیات شناخت او خبرتیا لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کښې له ټولو وسله والو ډلو وغوښتل چې په دغه هیواد کښې د سراسري اوربند په منلو کښې په خپلې باتورانه پریکړې او له کرونا وایرس سره د مقابلې لپاره د یو خوندي چاپیریال په برابرولو سره، د افغانستان په تاریخ کښې یو نوی باب پرانزي.