ایران او افغانستان تل د یوبل ترڅنګ دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88909-ایران_او_افغانستان_تل_د_یوبل_ترڅنګ_دي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د ایران او افغانستان دواړه ولسونه تل د یو بل ترڅنګ پاتې شوي او په مشکلاتو کښې یې د یوبل مرسته کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2020 03:26 Asia/Kabul
  • ایران او افغانستان تل د یوبل ترڅنګ دي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د ایران او افغانستان دواړه ولسونه تل د یو بل ترڅنګ پاتې شوي او په مشکلاتو کښې یې د یوبل مرسته کړې ده.

ولسمشر حسن روحاني پرون د یزد د شهید آیت ا... صدوقي روغتون له مشر حسین سلیماني سره د ویډیويي خبرواترو ترڅنګ، په کرونا د ککړتیا په وجه په دغه روغتون کښې د بستري شوي افغانستاني شاعر محمد یسنی سره هم خبرې اترې وکړې.

ښاغلي روحاني په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې په مختلفو هیوادونو کښې له ټولو ناروغانو لپاره د روغتیا او سلامتۍ په آرزو سره وویل: د ایران په کلتور کښې د بل انسان مرسته یو ویاړ دی.

ولسمشر حسن روحانې زیاته کړه چې د ایران او افغانستان دواړه ولسونه تل د یوبل ترڅنګ پاتې شوي او په مشکلاتو کښې یې د یوبل مرسته کړې ده.