د ایران او د ملت د تکامل بهیر دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89010-د_ایران_او_د_ملت_د_تکامل_بهیر_دوام_لري
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک وویل د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د یوڅلویښت (۴۱) کلونو په تیریدا ، د اسلامي جمهوري نظام په ټینګیدا او له ټولو دسیسو سره سره د نوي تمدن د جوړولو په لور د ایران د اسلامي جمهوریت د تکامل بهیر دوام لري .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 01, 2020 03:56 Asia/Kabul
  • د ایران او د  ملت د تکامل بهیر دوام لري

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک وویل د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د یوڅلویښت (۴۱) کلونو په تیریدا ، د اسلامي جمهوري نظام په ټینګیدا او له ټولو دسیسو سره سره د نوي تمدن د جوړولو په لور د ایران د اسلامي جمهوریت د تکامل بهیر دوام لري .

د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک سپاه پاسداران په یوې (۱) بیانیې کښې د اسلامي جمهوري ورځې په  مبارکۍ سره  ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت له استکبار سره د مبارزې ، حق غوښتنې او د عدالت پراساس د نظریې په تولیدولو سره د الهام بښونکو ، پیاوړو او د ژوندیو حقایقو په توګه چې د نفوذ ساحې یې د بشریت جغرافیه تر اغیز لاندې وروستلي ده د مستکبرانو جبهه په تیره بیا د امریکا صهیونیسټ ، ترهګر او دیکتاتور رژیم د نړۍ د ستراتیژیکو بدلونونو په ډګر کښې څنګ ته کړی دی او د امریکا د ظاهري قدرت ځوړتیا یې هم ښکاره کړي ده .

د دیارلس سوه اته پنځوسم(۱۳۵۸) هجري لمریز کال په وري میاشت کښې د امام خمیني رحمت الله علیه په مشرۍ د ایران د اسلامي انقلاب له پرتمینه انقلاب وروسته په ټول هیواد کښې ټولپوښتنه وشوه .

د دغه ټولپوښتنې د نتیجو پراساس چې د دیارلس سوه اته پنځوسم (۱۳۵۸)هجري لمریز کال د وري د میاشتې په دولسمه (۱۲) نیټه اعلان شوې څه د پاسه اته نوي (۹۸) فیصده خلکو د اسلامي جمهوري نظام له جوړیدا سره موافقت وکړ .

په همدې مناسبت پرون ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره کښې د اسلامي جمهوري ورځ په توګه نومول شوي ده .