په عراق کې د امریکا خوځښتونه د سیمې د ناامنۍ سبب کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89022-په_عراق_کې_د_امریکا_خوځښتونه_د_سیمې_د_ناامنۍ_سبب_کیږي
ښاغلی موسوي ټینګار وکړ په عراق کې د امریکایانو وروستي پوځی خوځښتونه د دغه هیواد د حکومت ، ملت او پارلیمان د غوښتنې په اپوټه دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 01, 2020 09:00 Asia/Kabul
  • په عراق کې د امریکا خوځښتونه د سیمې د ناامنۍ سبب کیږي

ښاغلی موسوي ټینګار وکړ په عراق کې د امریکایانو وروستي پوځی خوځښتونه د دغه هیواد د حکومت ، ملت او پارلیمان د غوښتنې په اپوټه دي .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوي په عراق کې د امریکایی عسکرو خوځښتونو ته په اشارې سره وویل دغه خوځښتونه د عراق د ملی امنیت د حاکمیت په خلاف ورزۍ سربیره د لویدیځې اسیا د بی ثباتۍ او ناامنۍ سبب کیږي .

ښاغلی موسوي ټینګار وکړ په عراق کې د امریکایانو وروستي پوځی خوځښتونه د دغه هیواد د حکومت ، ملت او پارلیمان د غوښتنې په اپوټه دي .

په عراق کې د امریکا وروستیو پوځی خوځښتونو جدی اندیښنې رامینځته کړي دي .

ځینې راپورونه د امریکا نوی پوځی خوځښتونه له احتمالی پوځی کودتاسره په ارتباط او همداراز د امریکا د سیاستونو په ګټه په عراق کی د سیاسی کړچار د بدلولو لپاره د دباو اعمالول بللی دي .