د ایران ضد هر اقدام ته کلک ځواب ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89050-د_ایران_ضد_هر_اقدام_ته_کلک_ځواب_ورکوو
که امریکایان معمولی شانته حرکت وکړی نو له ډیرو سختو غبرګونونو سره مخامخ شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2020 11:37 Asia/Kabul
  • د ایران ضد هر اقدام ته کلک ځواب ورکوو

که امریکایان معمولی شانته حرکت وکړی نو له ډیرو سختو غبرګونونو سره مخامخ شي .

د ایران د وسله وال ځواک لوی درستیز جنرال باقری په عراق او فارس خلیج کی د امریکا پوځی خوځښتونو ته په اشارې سره وویل که امریکایان معمولی شانته حرکت وکړی نو له ډیرو سختو غبرګونونو سره مخامخ شي .

جنرال باقری نن زیاته کړه اسلامی ایران او دفاعی ټولګه په بشپړه ځیرتیا سره مځکنی ، هوایی او سمندری پولې څاري او دغه درست خوځښتونه په بشپړه تر څارنې لاندې لري .

د ایران د وسله وال ځواک لوی درستیز جنرال باقری ټینګار وکړ امریکایانو ته ډیره ښه پته ده د عراق د خلکو په شمول د سیمې ولسونه  په دغو هیوادونو کې د هغو له پوځی شتون سره مخالف دي .