امریکا د بندیزونو له لارې دبشریّت په ضدجنایتونو ته دوام ورکوي
د آئي ایم ایف مشرې کریسټالینا ګئورګیوا په همداوروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغې نړیوالې بسپنې دبیړنیو مرستو له برخې څخه دکرونا ویروس له خپریدو سره له ښکیلو هیوادونو سره دمرستې لپاره د پنځوسو میلیارډ ډالرو په اندازه د مرستو خبر ورکړی دی .
د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا منشي علی شمخاني پرون پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د روغتیائي چارو د شیانو بندیز دایران له ملت سره د امریکا د ولسمشر یوه ښکاره دښمني او د بشری حقوقو په ضد یو غیر قانوني اقدام بللی او یادونه ئې کړې ده ، له کرونا ویروس سره د مقابلې د اړتیا وړ شیانو د تامینولو لپاره د پيسو له نړیوالې بسپنې یا آئي ایم ایف څخه د ایران د غوښتنې د آسانتیاؤ له برابرولو سره دامریکا مخافت ، د بشریّت په ضد دجنایتونو یو واقعي مصداق دی .
د آئي ایم ایف مشرې کریسټالینا ګئورګیوا په همداوروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغې نړیوالې بسپنې دبیړنیو مرستو له برخې څخه دکرونا ویروس له خپریدو سره له ښکیلو هیوادونو سره دمرستې لپاره د پنځوسو میلیارډ ډالرو په اندازه د مرستو خبر ورکړی دی .
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د مارچ په څوارلسمه نیټه پخپل ټولنیز پیغام کې د پیسو نړیوالې بسپنې دغه امکان ته د سملاسي لاس رسي لپاره د ایران دمرکزي بانک غوښتنې ته په اشارې سره ټينګار کړی ، د پیسو نړیوال صندوق او دهغه مدیره پلاوی باید خپلو دندو ته پابنده ووسي او بې پلوه پاتې شي او مسئولانه عمل دې وکړي .