امریکا د بندیزونو له لارې دبشریّت په ضدجنایتونو ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89127-امریکا_د_بندیزونو_له_لارې_دبشریّت_په_ضدجنایتونو_ته_دوام_ورکوي
د آئي ایم ایف مشرې کریسټالینا ګئورګیوا په همداوروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغې نړیوالې بسپنې دبیړنیو مرستو له برخې څخه دکرونا ویروس له خپریدو سره له ښکیلو هیوادونو سره دمرستې لپاره د پنځوسو میلیارډ ډالرو په اندازه د مرستو خبر ورکړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2020 00:48 Asia/Kabul
  • امریکا د بندیزونو له لارې دبشریّت په ضدجنایتونو ته دوام ورکوي

د آئي ایم ایف مشرې کریسټالینا ګئورګیوا په همداوروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغې نړیوالې بسپنې دبیړنیو مرستو له برخې څخه دکرونا ویروس له خپریدو سره له ښکیلو هیوادونو سره دمرستې لپاره د پنځوسو میلیارډ ډالرو په اندازه د مرستو خبر ورکړی دی .

د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا منشي علی شمخاني  پرون پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  د روغتیائي  چارو د شیانو بندیز  دایران له ملت سره د امریکا د ولسمشر یوه ښکاره دښمني او د بشری حقوقو  په ضد یو غیر قانوني اقدام بللی او یادونه ئې کړې ده ،   له کرونا ویروس سره د مقابلې  د اړتیا وړ شیانو د تامینولو لپاره    د پيسو له نړیوالې بسپنې یا آئي ایم ایف څخه د ایران د غوښتنې  د آسانتیاؤ  له برابرولو سره  دامریکا مخافت ، د بشریّت په ضد دجنایتونو یو واقعي مصداق دی .

د آئي ایم ایف  مشرې کریسټالینا ګئورګیوا  په همداوروستیو کې  د یوې اعلامیې په خپرولو سره  ددغې نړیوالې بسپنې  دبیړنیو مرستو له برخې څخه   دکرونا ویروس  له خپریدو سره  له ښکیلو هیوادونو سره  دمرستې لپاره د پنځوسو میلیارډ ډالرو  په اندازه د مرستو خبر ورکړی دی .

 د ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف  د مارچ په څوارلسمه نیټه پخپل ټولنیز پیغام کې د پیسو نړیوالې بسپنې  دغه امکان ته د سملاسي لاس رسي لپاره د ایران دمرکزي بانک غوښتنې ته په اشارې سره  ټينګار کړی ،  د پیسو نړیوال صندوق  او دهغه مدیره پلاوی باید خپلو دندو ته پابنده ووسي او  بې پلوه  پاتې شي او مسئولانه عمل دې وکړي .