واشنګټن په ایران کې د کرونا ویروس د پراختیا مسئول دی
ډيلی نیوز خپرونې همدرااز لیکلی دي ،ا مریکا له درستې نړۍ خپل سوله غواړي ځواک ویستلی او حتی له دې لا بدتره ، د ایران ،کیوبا ،ونزویلا اونیکارګوا په څير د هیوادونو په ضد ئې خپل بندیزونه د کرونا ویروس د خوریدا په اوج کې هم زیات کړي دي .
د نیویارک ډيلی نیوز ورځپاڼې په وروستی راپور کې له کرونا سره په مبارزې کې پّ مرستو کې د هیوادونو د انسان دوستۍ دمرستو ځینو اقداماتو ته په اشارې سره لیکلي دي ، کیوبا د چین ترڅنګ ، دکرونا له خوریدونکي ناروغۍ سره له مبارزې سره د مرستې لپاره د درستې نړۍ له ډيرو هیوادونو سره د مرستو په دوام کې ډاکټران او طبي تجیهزات لیږدولي دي ،خو له بده مرغه د امریکا حکومت په اوسني وخت کې ښودلې ده چې دددغه شان بهیر په اپوټه حرکت کوي .
دغې ا مریکائي ورځپاڼې همدرااز ایران ته د درملو د وارداتو په مخنیوی او دسختو او پراخو بندیزونو د اعمالولو په دلیل واشنګټن ، په ایران کې د کوویدـ۱۹ ډوله مرګوني ناروغۍ د خپریدا د نتیجو مسئول بللی دی .
ډيلی نیوز خپرونې همدرااز لیکلی دي ،ا مریکا له درستې نړۍ خپل سوله غواړي ځواک ویستلی او حتی له دې لا بدتره ، د ایران ،کیوبا ،ونزویلا اونیکارګوا په څير د هیوادونو په ضد ئې خپل بندیزونه د کرونا ویروس د خوریدا په اوج کې هم زیات کړي دي .
دغې امریکائي رسندوئې روښانه کړې ده ، د ډونالډټرمپ حکومت د کرونا ناروغۍ له امله بحراني حالاتو څخه د دغو هیوادونو په ضد یوې وسلې په توګه ناوړه استفاده کوي . او ایران د امریکا د بندیزونوپه دلیل یوازینی هیواد دی چې د له کرونا خوریدونکي ناروغۍ سره دمبارزې لپاره داړتیا وړ درمل او تجهیزات واخستل شي او امریکا پرې د باؤنه لازیاتوي . حال دا چې ایران په همداوروستیو کې په امریکا کې د کرونا ویروس د پارخې خوریدا وروسته له امریکائي ولس سره د هرډول مرستې کولو وړاندیز هم کړی دی .
وروستي راپورونه ښئ چې تر بیګا پورې په امریکا کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر درو لکو دیرشو زرو کسانو واوښت او د غه راز ئې مړي هم له نهه زره څلور سوه شپیتو اوښتي ، خو ځيني سرچینې وائی چې په امریکا کې دکرونا ویروس له امله د مړو شمیر له ښودل شوو احصایو ډير زیات دی .