په ایران کې په کرونا د ککړو بهرنیانو درملنې هم وړیا دي
اسلامی اواخلاقي کړچار ته په پام سره ، په کرونا ویروس دککړو بهرنیو وګړدو خدماتو وړاندې کول ، دایران په حکومتي روغتونونو اومرکزونو کې په بشپړ ډول وړیا دي .
ایران پریس خبري آژانس راپورورکړی، د ایران د روغتیائي چارو وزارت ویندوي کیانوش جهانپور پرون ددې خبرې په کولو سره چې سلامتیا د انسانانو لومړنی حق دی ، روښانه کړې وپه ایران کې هر یو درملیز او روغتیائي اقدام چې د ایرانیانو لپاره ترسره کیږي ، د افغان کډوالو پشمول درستو بهرنیو وګړو لپاره به وړاندې شي .
هغه وئيلي ، اسلامی اواخلاقي کړچار ته په پام سره ، په کرونا ویروس دککړو بهرنیو وګړدو خدماتو وړاندې کول ، دایران په حکومتي روغتونونو اومرکزونو کې په بشپړ ډول وړیا دي .
جهانپور د امریکا یو اړخیزو بندیزونو سره سره له کرونا ویروس سره په مقابلې کې د ایران د سلامتیا د نظام مشکلاتو ته په اشارې سره زیاته کړې ، د ایران روغتیائي چارو زوارت له دې سره سره ، د داخلی اړتیاؤ د پوره کیدا په بڼه کې به خپل امکانات ګاونډیو هیوادونو حتی د نړۍ درستو خلکو ته وړاندې کړي . هغه همداراز په درست ایران کې له کرونا ویروس سره دمقابلې او د درستو خلکو دوارمخکې معاینې یا چیک اپ دملی پروګرام په دوام کې د څه دپاسه اویا میلیون خلکو د معاینه کیدا خبر ورکړ.
تر پرون مازدیګر پورې د احصایو په اساس ، په ایران کې په کرونا ویروس د اته پنځوس زره دوه سوه شپږویشتو کسانو ککړتیا ته په اشارې سره وئيلي دي ، له دغو ککړو کسانو له درملنې وروسته دوویشت زره اولس کسان ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي ، او ا لبته له بده مرغه تر پرون مازدیګر پورې ددغې ناروغۍ له امله درې زره شپږ سوه درو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .