د ایران حکومت اوملت دامریکایی چارواکو په خبرو باورنلري
ښاغلی موسوی نن په خبرې غونډه کی چی د ویډیویی کانفرنس ترسره شوه ، پر دې په ټینګار سره چی درست نړیوال دامریکا په ظالمانه او غیر قانونی بایکاټونو اعتراف لري ، زیاته کړه د امریکایانو له دغو ادعاګانو سره سره چی درمل ، خوړه او طبی تجهیزات بایکاټ ندي ، خو عملا ایران ته د دهغو د ورتګ لاره تړل شوی ده .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوي د دې خبرې په کولو سره چی د ایران حکومت اوملت د امریکایی چارواکو په خبرو باور نلري وویل ایران له امریکا د طبی او درملیزو مرستو د ورلیږلو لپاره هیڅ غوښتنه نده درلودلی .
ښاغلی موسوی نن په خبرې غونډه کی چی د ویډیویی کانفرنس ترسره شوه ، پر دې په ټینګار سره چی درست نړیوال دامریکا په ظالمانه او غیر قانونی بایکاټونو اعتراف لري ، زیاته کړه د امریکایانو له دغو ادعاګانو سره سره چی درمل ، خوړه او طبی تجهیزات بایکاټ ندي ، خو عملا ایران ته د دهغو د ورتګ لاره تړل شوی ده .
موسوی د دې خبرې په کولو سره چی ځینې هیوادونه هڅه کوی د کرونا ویروس له خپریدا ناوړه استفاده وکړي ، جوته کړه ایران له درستو خپلواکه او متمدنه هیوادونو هیوادونو غواړی چی د امریکا بی اساسه ، غیر قانونی او ظالمانه بایکاټونو ته پام ونکړی تر څو د یوه بل په مرسته دغه ستونزه ختمه شی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی همداراز له هغو درستو ملتونو او حکومتونو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې چی کرونا پکې خپره شوی ، وویل څه د پاسه دیرشو هیوادونو او یو شمیر نړیوالو ادارو له کرونا سره د مقابلې په زمینه کې له ایران سره مرسته کړي ده .