د ایران خارجه وزیر له اشرف غني او عبدالله سره خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89164-د_ایران_خارجه_وزیر_له_اشرف_غني_او_عبدالله_سره_خبرې_وکړې
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره په جلا جلا ټیلي فوني خبرو کښې د افغانستان د وروستي سیاسي حالت او د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته د رامینځته شویو اختلافاتو په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2020 23:47 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر له اشرف غني او عبدالله سره خبرې وکړې

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره په جلا جلا ټیلي فوني خبرو کښې د افغانستان د وروستي سیاسي حالت او د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته د رامینځته شویو اختلافاتو په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه .

اشرف غني او عبدالله عبدالله د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته ځانونه په دغو ټول ټاکنو کښې بریالي اعلان کړي دي او دغه چاره په هیواد کښې د سیاسي کړکیچ د رامینځته کیدا سبب شوي ده .

د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جوادظریف پرون له محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره په جلا جلا ټیلي فوني خبرو کښې د افغانستان د ملي پخلاینې او د سولې په بهیر کښې د دغه هیواد د اساسي قانون پراساس د سیاسي جوړښتونو په چورلیزتوب ټینګار سره د ټولو سیاسي ډلو په ګډون سره د سولې له بهیر څخه د ایران ملاتړ اعلان کړ .

د ایران خارجه وزیر او دغه راز عبدالله عبدالله او اشرف غني په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د نوروز اختر او د نوي لمریز کال په مناسبت د مبارکۍ په ترڅ کښې په دوه اړخیزه اړیکو کښې د دلچسپۍ وړ موضوعګانو ، د بین الافغاني خبرو اترو او د سولې د مذاکراتو او له کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره د دوه اړخیزه ملګرتیاو په هکله خبرې وکړې .

اشرف غني او عبدالله عبدالله هم د ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف  سره په ټیلي فوني خبرو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو د قدرونې په ترڅ کښې د افغانستان د سیاسي مشکلاتو له حل سره د مرستې لپاره د تهران د چمتووالي د اعلان هرکلی وکړ .