نړیوال بانک او آئي ایم ایف دې پخپلو دندوعمل وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89183-نړیوال_بانک_او_آئي_ایم_ایف_دې_پخپلو_دندوعمل_وکړي
نن سبا ایران په ازمیښتي کیټونو کې پخپلو پښود دریدا په حال کې دي او ورځ تر بلې د هیواد تولیدات او محصولات په نوو ټيکنالوجیو او رودو سره لازیاتیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2020 09:48 Asia/Kabul
  • نړیوال بانک او آئي ایم ایف دې پخپلو دندوعمل وکړي

نن سبا ایران په ازمیښتي کیټونو کې پخپلو پښود دریدا په حال کې دي او ورځ تر بلې د هیواد تولیدات او محصولات په نوو ټيکنالوجیو او رودو سره لازیاتیږي .

زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران ولسمشرحسن روحاني نن د حکومتي کابینې په غونډې کې  ددې خبرې په کولو سره چې   ایران په تیرو پنځوسو کلونو کې دپيسو له نړیوالې بسپنې یا آئي ایم ایف څخه د هیڅ ډول مرستې غوښتنه نه ده کړې  او پخپلو دندو ئې عمل کړی دی ،  زیاته کړې ، که  دغه بسپنه د ایران او نورو هیوادنو ترمینځ توپیر وکړي ، نو دغه اقدام به د منلو وړ نه وي .

ډاکټر روحاني د امریکاد یواړخیز کړچار په تشریح کولو سره ووئيل ، امریکاتل یواړخیزپاله ده  او په کرونا ناروغۍ کې هم  بیا د خپلو همدغو غلطو تفکراتو او غلط بهیر ته دوام ورکوي .

د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې سپينه ماڼۍپر اقتصادي مسئلو سربیره په درملیزو موضوعګانوکې هم ترهه ګر دی ،روښآنه کړې،په کرونا موضوع کې،امریکایانودنړیوالې روغتیائي ادارې د ۲۰۰۵کال د مصوبې خلاف ورزي کړې چې درست باید ددغې خوریدونکي ناروغۍ په مسئلې کې  له یوه بل سره ملګرتیا وکړي .

ډاکټر روحاني  وئيلي دي،دغه  تاریخي ننګ او پيغور د  امریکائي واکوالانو لپاره پاتیکیږي چې په دغو شر ائطو کې  د ایران په ملت  خپل شرائط تپلو ته دوام ورکوي. 

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې  د ایران ملت د تاریخ په اوږدو کې غوړیدلی  او دې ځل هم په غوړیدا دی،نن سبا ایران په ازمیښتي کیټونو کې پخپلو پښود  دریدا په حال کې دي او ورځ تر بلې د هیواد تولیدات او محصولات په نوو ټيکنالوجیو او رودو سره  لازیاتیږي .