د کرونا په ازمیښت کښې د ایراني ولس ځلیدا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89213-د_کرونا_په_ازمیښت_کښې_د_ایراني_ولس_ځلیدا
د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ چې د ایران ولس د کرونا په سخت امتحان کښې ښه وځلیده خو ترټولو ستر ویاړ د درملیزو او طبي ځواکونو لپاره دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2020 12:52 Asia/Kabul
  • د کرونا په ازمیښت کښې د ایراني ولس ځلیدا

د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ چې د ایران ولس د کرونا په سخت امتحان کښې ښه وځلیده خو ترټولو ستر ویاړ د درملیزو او طبي ځواکونو لپاره دی.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د امام زمان علیه السلام د نیکمرغه میلاد په مناسبت خپلې وینا کښې، له اړمنو او کرونايي ناروغانو سره د مرستې لپاره په ټول ایران کښې ولسي ګډون ډیر ښایسته او حیرانونکی وباله او ټینګار یې وکړ چې دا ټول ارزښتناک خوځښتونه په خلکو کښې د اسلامي کلتور د شتون او ژوروالي نښه ده.

په ایران کښې د کرونا ناروغۍ په خپریدو سره طبي ټولنه او نرسان له دغه وژونکي وایرس سره د مبارزې په وړومبۍ لیکه کښې ودریدل او د نورو پرګنو خلک هم له انسانانو سره د مینې د ژور کلتور په برکت په دغه ډګر کښې حاضر شوې دي.

په ایران کښې کرونايي ورځې د انساندوستۍ او د خلکو د مینې د اوج د نندارې ورځې دي چې په ډیرو سختو حالاتو کښې د یو بل مرسته کول نه هیروي او شپه او ورځ په مختلفو طریقو له کرونا سره په مقابلې لګیا دي.

خلکو، ځوانانو او جهادي ډلو، بسیج، د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران او پوځ د درملیز یونټ ترڅنګ خپل ټول توان کارولی چې د ایراني او اسلامي کلتور په سیوري کښې کوویډ-۱۹ ډوله وایرس ته زرترزره ماتې ورکړي.

په ټول ایران کښې د عامه خلکو، بسیجي ځوانانو او جهادي ډلو له خوا د ماسکونو او وایرس ضده موادو جوړول او په بې وزلو خلکو یې وړیا ویشل، د کرونايي ناروغانو د درملنې لپاره د ایران د وسله والو ځواکونو له خوا د روغتونونو جوړول او له هر څه لا مهم، له طبي او درملیز سټافه معنوي ملاتړ په دې سختو شپو ورځو کښې د ایران د خلکو د انساندوستانه کارونو د سمندر وړه نمونه ده.

په لویدیځې فلسفې او تمدن ولاړ په غربي ټولنې باندې له واکمن کړچار سره د ایران د خلکو او طبي او درملیز ټیم د کړچار او سلوک پرتله کول د اسلامي تمدن ژوره اغیزشیندنه له مخکښې نه زیاته نندارې ته وړاندې کوي.

په ایران کښې ټول په یو اواز هڅه کوي چې د خلکو ژوند وژغوري خو د لویدیځ په کلتور او فلسفه کښې د ځینو خلکو او ځینو طبي ټیمونو کړچار د دفاع وړ نه دی.

په هم دې لړ کښې حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د ځینو اروپايي هیوادونو او امریکې له خوا د نورو هیوادونو د ماسکونو او ګلاؤز د مصادره کیدو، د وسلو اخیستو لپاره د خلکو د اوږدو قطارونو، د بوډا او زړو ناروغانو د علاج نه کولو او د کرونا له ویرې د خلکو د ځان وژنې په شان نمونو ته په اشارې سره وویل: په دې پیښه کښې لویدیځ کلتور او تمدن ځان څرګند کړ چې دا په فرد پالنې، مادیت پالنې او غالباً بې خدایۍ باندې په ولاړ لویدیځ تمدن باندې د واکمنې فلسفې طبیعي نتیجه ده.

په لویدیځ کښې ځینو خلکو او حکومتونو بعضې کارونو وښودله چې لویدیځ هڅوب د انساندوستۍ له کړچار او هویته خالي دی او دغه ډول کړچار حتی په لویدیځ کښې هم د ځینو خلکو غبرګون راپارولی دی.

دا د لویدیځ تمدن په دنیا باندې د واکمنې کړنلارې حال دی چې په ټولو برخو کښې د انسانیت لپاره د پرمختګ ادعا کوي خو د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په خبره، نن سبا بې عدالتي په دنیا کښې له علم څخه کار اخلي او پرمختللی علم د بې عدالتۍ او جنګ جوړونې په خدمت کښې دی.

د کرونا په روان امتحان کښې اسلامي او لویدیځې دوو ټولنو ته کتنه ښودنه کوي چې د ایران ولس او حکومت په ټولو کلتوري، ټولنیزو او اقتصادي او له یو بل سره د مرستې په ډګرونو کښې ښه وځلیده او په اسلامي تمدن کښې پرمختګ او ترقي د عدالت او معنویت د حقیقي دودیدو په معنا ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/