د ایران خارجه وزیر او د ملګروملتونو سرمنشي خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89277-د_ایران_خارجه_وزیر_او_د_ملګروملتونو_سرمنشي_خبرې_وکړې
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش بیګا د یمن د وروستیو بدلونونو په هکله ټیلي فوني خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2020 00:34 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر او د ملګروملتونو سرمنشي خبرې وکړې

فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش بیګا د یمن د وروستیو بدلونونو په هکله ټیلي فوني خبرې وکړې .

د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوتریش په دغو ټیلي فوني خبرو کښې په یمن کښې د اوربند د دوام لپاره د دغه موسسې د هڅو او د اقداماتو په هکله راپور وړاندې کړ .

د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف هم په دغو خبرو کښې په یمن کښې د اوربند د ټینګیدا لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ګوټریش د هڅو د ملاتړ په ترڅ کښې په دې خبرې سره چې د یمن کړکیچ پوځي حل لاره نلري د دوامداره اوربند ټینګیدل د دغه هیواد د کړکیچ د حل د سیاسي بهیر د پیلیدا لپاره سریزه وبلله .

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف دغه راز په افغانستان کښې د سیاسي کړکیچ د حل کولو او په دغه هیواد کښې د سولې د پرمخ بیولو لپاره د تهران د ډیپلوماټیکو هڅو د راپور په وړاندې کولو سره د محمد اشرف غني،  د عبدالله عبدالله او دحنیف اتمر  په شمول د  دغه هیواد له چارواکو سره د خپلو تماسونو په هکله راپور وړاندې کړ .

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف او د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټریش په تیرې شنبې شپې هم په ټیلي فوني خبرو کښې د یمن د وروستیو بدلونونو او د ایران پرضد د امریکا د یواړخیزه او د غیرقانوني بایکاټونو په هکله بحث او د نظر تبادله کړي وه .