بندیزونه د کوویډ-۱۹ ناروغۍپنځمه ستنې ده
د ایران نمایندګۍ دې ته په اشارې سره چې د درستو بندیزونو سملاسي ختمول ، د درست بشریّت په ګټه او یو ضرورت دی،ټينګار کړی ، د کوویډ-۱۹ ډوله ناروغۍ د پراختیا په نتیجې کې د حالاتو د لاترینګلتیا د مخنیوي لپاره ،نړیواله ټولنه باید د نړۍ د درستو ښاریزو د ژوند او سلامتیا ته د تاوان رسولو لپاره د غیر انساني او غیر قانوني بندیزونو اوسزاګانو د دوام استفادې ته اجازت ورنکړي .
زمونږخبریال راپورراکړ په ملګروملتو کې د اسلامی ایران نمائيندګۍ نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره بندیونه ،د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پنځمه ستنې بللې او وئيلي ئې دي ، هر هغه عمل چې له بحران سره د مقابلې لپاره د یوه ملت توانمني محدودوي ، له خوریدونکي بلا سره د نړیوالې مبارزې د کمزوري کیدا او ددغې ناروغۍ د پراختیا لامل کیږي .
په دغې اعلامیې کې له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره د نړۍ د درستو هیوادونو هلوځلو ته په اشارې سره روښانه شوې ده ، په داسې څال کې چې ایران د کرونا ناروغۍ تر ټولو بده خوریدا تجروبه کوي ، دامریکا بندیزونه ، ډير زیات د ناروغانو د پيژندنې او دهغو ددرملنې او همداراز د خوریدونکي بلا د پراختیا داغیز شیندونکي مخنیوي خنډ کیږي .
په ملګروملتو کې د ایران نمایندګۍ په دغه راپور کې ددې خبرې په کولو سره چې امریکائي چارواکي د بندیزونو د غیر قانوني او غیر اخلاقي بنریزونو له بې شرمۍ څخه د تښتې لپاره هماغه راز ادعا کوي ،چې طبي او انسان دوستۍ مرستې او اړتیاوې له سزاګانو او بندیزونو معاف دي ، روښانه کړې ده .د امریکا د خزانې وزارت ، دفرورۍ په ۲۷نیټه په ډ ير زیات هائ هوئ سره دسویس د انسان دوستۍ تجارت موافقه نهائي کړې او اجازت ئې ورکړی ، چې له ایران سره د بشردوستۍ ځينی معاملات ترسره شي ، په عین حال کې دغه ډير وړوکی چینل په اوسنیو شرائطو کې د ایران له انسان دوستۍ اړتیاؤ سره هیڅ سمون نه خوري .
په دغې اعلامیې کې همدرااز په دې په ټينګار سره چې د سویس ټاکل شوي بانک ته له هیواده په بهر کې د ایران تړل شوو زیرمو دمنتقلولو ډير سخت یا ناممکن ماهیّت ، ددغه سسټة د ناکارندوالي لامل کیږي .
یادونه کیږي،په همدا وروستیو کې هم د امریکا د غیرقانوني دباؤنو په دلیل له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره د درملو او طبی تجهیزاتو څو شرکتونو ایران ته ټرانزیټ درولی دی .