په یران کې په کرونا ککړکابو۴۶زره کسان ښه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89297-په_یران_کې_په_کرونا_ککړکابو۴۶زره_کسان_ښه_شوي_دي
کیانوس جهانپور په ایران کې په کروناویروس ویروس د ککړتیا د بهیر ځوړتیا دوام ته په اشارې سره روښانه کړې ده ، په تیر شواروزو کې د تشخیص کولو د معیارونو په اساس ، په هیواد کې په کوویډ-۱۹ډوله ناورغۍ ککړ یو زر شپږسوه اولس کسان پيژندل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2020 11:09 Asia/Kabul
  • په یران کې په کرونا ککړکابو۴۶زره کسان ښه شوي دي

کیانوس جهانپور په ایران کې په کروناویروس ویروس د ککړتیا د بهیر ځوړتیا دوام ته په اشارې سره روښانه کړې ده ، په تیر شواروزو کې د تشخیص کولو د معیارونو په اساس ، په هیواد کې په کوویډ-۱۹ډوله ناورغۍ ککړ یو زر شپږسوه اولس کسان پيژندل شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامي  ایران  د  روغتیائي چارو د وزارت ویندوي کیانوش جهانپور  نن په تهران کې له خبریالانو سره په خبرو کې په هیواد کې په کرونا ویروس د درې اویا زره درې سوه درو کسانو ککړتیا ته په  اشارې سره  وئيلي دي ، تر دې دمه  په دغې ناروغۍ ککړ  پنځه څلویښت زره نهه سوه درې اتیا کسان په درملنې پسې ښه شوي او  له روغتونونو هم رخصت شوي دي  . 

 کیانوس جهانپور  په ایران کې په  کروناویروس ویروس د ککړتیا د بهیر ځوړتیا  دوام ته په اشارې سره  روښانه کړې ده ، په تیر شواروزو کې  د تشخیص کولو  د معیارونو په اساس ، په  هیواد کې په کوویډ-۱۹ډوله ناورغۍ ککړ یو زر شپږسوه اولس کسان  پيژندل شوي دي .

 هغه همداراز په تیروڅلورویشتو ساعتونو کې له بده مرغه د یوسل یولسو کسانو مړینې ته په اشارې سره ووئيل ، په ایران کې د کرونا ویروس د ککړتیا له امله د مړو شمیر څلور زره پنځه سوه پنځه اتیا تنو ته  رسیدلی دی .

د نړۍ درست هیوادونه همدااوس له کرونا ویروس سره په مقابلې اخته دي ،  او په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر په داسې حال کې دوه میلیون تنو ته نزدیکیږي ، چې   په دغو کسانو کې  لږترلږه یولک پنځلس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی  او څه دپاسه څلور لکه یو د یرش زره نور ښه شوي هم دي او له روغتونونو رخصت شوي دي .

 همداراز وروستي راپورونه ښئ ، تر دې دمه په امریکا کې د  ککړو کسانو شمیرپنځه لکه شپيته زره  پنځه سوه دوه دیرش ،دمړو شمیر  هم دوویشت زره دوه سوه لس  ، په اسپانیا کې  د ککړو کسانو شمیر یو لک نهه شپیته زره څلور سوه شپږ نوي ، د مړو شمیر ئې  اولس زره   څلور سوه نهه اتیا  تنوته رسیدلی  او همداراز په ایټالیا کې هم ککړو کسانو شمیر یو لک اوه پنځوس زره  درې سوه اوه نوي ، دمړو شمیر شل زره نهه  اویا ، په فرانسې کې د  ککړو کسانو شمیر یو لک دوه دیرش زره پنځه سوه یو نوي ، دمړو شمیر ئې څوارلس زره درې سوه درې نوي ، په جرمني کې دککړو کسانو شمیر یو لک  اته ویشت زره  شپږ سوه اوه ، دمړو شمیر ئې درې زره اته څلویښت، په چین کې د ککړو کسانو شمیر څلوراتیا زره درې سوه اولس ، د مړو شمیر ئې درې زره درې سوه یو څلویښت،په انګلتسان  کې د ککړوکسانو شمیرڅلوراتیا دوه سوه نهه اویا  او د مړو شمیر ئې هم  لس زره شپږ سوه دولس تنو ته رسیدلې دی

Image Caption