امریکې په بندیزونو د روږتیا د پریښودو فرصت ضایع کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89303-امریکې_په_بندیزونو_د_روږتیا_د_پریښودو_فرصت_ضایع_کړ
د ایران خارجه وزیر بیګا په یو ټویټ کښې ولیکل: کرونا وایرس د امریکې لپاره یو داسې فرصت و چې په بندیزونو باندې د خپلې روږتیا عادت ختم کړي خو واشنګټن دغه فرصت له لاسه ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 14, 2020 00:48 Asia/Kabul
  • امریکې په بندیزونو د روږتیا د پریښودو فرصت ضایع کړ

د ایران خارجه وزیر بیګا په یو ټویټ کښې ولیکل: کرونا وایرس د امریکې لپاره یو داسې فرصت و چې په بندیزونو باندې د خپلې روږتیا عادت ختم کړي خو واشنګټن دغه فرصت له لاسه ورکړ.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې محمد جواد ظریف تیره شپه په خپل ټویټر اکاونټ کښې ولیکل: ایران د متحده ایالاتو له بندیزونو سره سره د د خپلو انساني او علمي سرچینو او د بهرنیو دوستانو په برکت له کرونا وایرس سره په مقابله کښې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

هغه زیاته کړه: کوویډ-۱۹ ډوله ناروغي د امریکې لپاره یو فرصت و چې په بندیزونو باندې خپل اعتیاد او روږتیا پریږدي خو د دې پر ځاې به امریکا د ایران د خلکو په ذهن کښې بدنامه پاتې شي.

د ویلو ده چې په دې وروستیو اونیو کښې د ایران په شمول د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې د کرونا وایرس له خپریدو وروسته د ترکیې، روسیې، پاکستان او چین په شمول د نړۍ د ځینو هیوادونو او هم داشان نړیوالو چارواکو د ایران خلاف د امریکې د یواړخیزو او غیرقانوني بندیزونو د ختمیدو غوښتنه کړې وه خو د سپینې ماڼۍ چارواکي هم هغه شان د ایران خلاف د خپل زیات نه زیات دباؤ د سیاست په چوکاټ کښې د خپلې بایکاټې کړنلارې په دوام ټینګار لري او د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف پرله پسې نوې نوې بندیزونه اعلانوي.

د واشنګټن په یواړخیزو او ظالمانه بندیزونو کښې اساسي شیان او حتی درملیز او طبي توکي هم شامل دي چې د ایران د خلکو په تیره بیا د کرونايي ناروغانو لپاره یې ډیر مشکلات رامینځته کړې دي.