د ایران داقتداراودفاع په پیاوړتیا کې سپاه اوپوځ هیڅ ځنډنه کوي
سردار سلامي په دغه پیغام کې د اسلامی ایران پوځ او سپاه پاسداران ، دغه مقدس ټاټوبي ته د تمه دارو سترګو غړونکو او د استکبار او د سلطې د نظام په وړاندې د اسلامی ایران دوه قدرتمند مټونه او پیاوړي اډاڼۍ وبلله
د ایران د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان سردار حسین سلامي ټينګار کړی ،د دښمن له کینو او خباثتونو سره سره ، پوځ اوسپاه پاسداران به د اسلامی ایران د هراړخیز اقتدار او دفاعي مولفو په پیاوړتیا کې یوه شیبه ځنډ هم ونه کړي .
سردار سلامی نن د پوځ د ورځ په مناسبت د ایران دپوځ عمومی قوماندان سردارجنرال عبدالرحیم موسوي ته په یوه پیغام کې ووئیل ، بې شکه له نورو وسلوالو ځواکونو سره په تعامل کې د مځکني ، سمندري او هوائي پولو د تل پاتې امنیت په ساتنې او د دښمن د جبهې له ګواښونو سره په مقتدرې ډغرې کې د پوځ حماسی رول لوبونو ، دنړۍ په وړاندې د ایران د ملت اغیزشیندونکی اقتدار ،عظمت ،او د عزت ځلا دوه چنده کړې ده .
سردار سلامي په دغه پیغام کې د اسلامی ایران پوځ او سپاه پاسداران ،دغه مقدس ټاټوبي ته د تمه دارو سترګو غړونکو او د استکبار او د سلطې د نظام په وړاندې د اسلامی ایران دوه قدرتمند مټونه او پیاوړي اډاڼۍ وبلله.