د ایران پوځ د دښمنانو په وړاندې وسپنیز بند دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89395-د_ایران_پوځ_د_دښمنانو_په_وړاندې_وسپنیز_بند_دی
هغه شی چې په فارس خلیج سیمې کې د ناکراریو او بې ثباتیو لامل شوی ، په حقیقت کې د امریکایانو غیر قانوني اوتیریګر شتون دی چې د دنیا له بلې غاړې راغلي او د مونږ دپولو ترڅنګ ئې اړولي دي او بې ځایه او چټي ادعاګانې هم کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2020 11:08 Asia/Kabul
  • د ایران پوځ د دښمنانو په وړاندې وسپنیز بند دی

هغه شی چې په فارس خلیج سیمې کې د ناکراریو او بې ثباتیو لامل شوی ، په حقیقت کې د امریکایانو غیر قانوني اوتیریګر شتون دی چې د دنیا له بلې غاړې راغلي او د مونږ دپولو ترڅنګ ئې اړولي دي او بې ځایه او چټي ادعاګانې هم کوي .

زمونږ خبریال راپور راکړ  د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ  عمومي قوماندان سردار عبدالرحیم  موسوي  نن سهار د پوځ د ملي ورځې په مناسبت  د  خدمت پریډ نومې دستورو کې  ووئیل ،  دایران ملت ته ډاډ ورکوو چې  د اسلامی ایران وسلوال ځواکونه  به  د دښمنانو په وړاندې وسپنیز خنډ او ړ ولس تر څنګ به زړه سوانده ورور وي .

  سردار موسوي  ددې خبرې په کولو سره  چې د ایران د پوځ  د روغتیا او درملنې  څه دپاسه یولس  زره پرسنل  او ډاکټران  د روغتیائي  وزارت د طبي درملنې دعملې ترڅنګ د ولس  په خدمت بوخت دي ، زیاته کړې ، وسلوال ځواکونه د ایران په ۳۴ښارونو کې د خدمت پریډ ترسره کوي ،  او  د درست هیواد په ۴۹ښارونو کې د درملنې  اوطبي خدمات وړاندې کوي .

په دغو دستورو کې  د ایران دفاع وزیر سردار امیر حاتمي  هم پخپلې وینا کې  چې  د ولسمشر پیغام ئې هم لوستلی ، ووئیل ،  هغه شی چې  په فارس خلیج سیمې کې د ناکراریو او بې ثباتیو  لامل شوی ، په حقیقت کې  د  امریکایانو  غیر قانوني اوتیریګر شتون دی چې  د دنیا  له بلې غاړې راغلي  او د مونږ  دپولو ترڅنګ ئې اړولي دي  او  بې ځایه او چټي ادعاګانې هم کوي .

Image Caption

د  ایران دپوځ لوي درسیتز جنرال محمد باقری  هم د پوځ دملی ورځې په مناسبت د پوځ عمومی قوماندان سردار عبدالرحیم موسوي ته پخپل پيغام کې وئيلی دي ،پوځ د ایران د ملت یو ویاړ او د غرور بیلګه او  له کرونا  سره په مبارزې کې له  تاوانونو سره له مدیریّت ، کنټرولولو او مقابلې سره  د  مرستې لپاره  یوه قدرتمنه اوستره پانګه ده  او دا ښئ چې  د اسلامی ایران پوځ  پر پوځي ډګرونو سربیره د ولس دخدمت او د ویاړونو نندارې ته دوړاندې کولو په ډګر ونو کې  هم چا روسته نه دی .سردار

Image Caption

 

 

 هغه زیاته کړې مونږ پخپل کور کې یو و او دوي د د نیا له بلې غاړې راغلي څو د سیمې  دهیوادونو لپاره  په ګواښ او بندیز سره  مشکلات جوړ کړي ، خو نور به  دوي ته ددغو کارونو اجازت ورنکړل شي .

همداراز د ایران د قضایه قوې مشر  حجةالاسلام  ابراهیم ریسي  هم  په دې مناسبت پخپل پیغام کې  وئيلی دي ، دایران پوځ وښودله چې  د تاریخ   په حساسو وختونو  کې تل د ایران د ولس ترڅنګ  دی .هغه زیاته کړې ، له اته کلنې سپيڅلي دفاع  ورسوته د اسلامی ایران پوځ  په هرې سختې اوتنګڅې کې  پخپلې خوښې  د  ولس  خدمت ته حاضر شوی اوسختیانې ئې ګاللي  او تل ئې  پخپلو ټولو  توانمنیو سره  د  کړیدلو او ځوریدلو خلکو خدمت کړی دی .

Image Caption

 

د ایران د قضایه قوې مشر پخپل پیغام کې ټينګار کړی ، د هغو سرزرو هیوادونو په اپوټه چې  پوځونه ئې    دنړۍ په کمزورو هیوادونو کې د بې دفاع خلکو د چورتالان او د وینې بهولو لپاره   په یوه آوزار بدل کړي ، دي نن  د  اسلامی  ایران پوځ  د ولس دخدمت لپاره داسې تشکیلات جوړ کړي ، چې  له کرونا ویروس سره ئې دمقابلې په موضوع کې   خپلې ویاړمنې  ځلاګانې نندارې ته وړاندې کړي دي .

همدرااز ددغو دستورو تر څنګ  د ایران دپوځ دسمندري ځواک قوماندان  امیر البحر حسین خانزادي   هم ددې خبرې په کولو سره چې  د اسلامی ایران  په پوځ کې د ماډرن جنګ په چوکاټ کې  ډيرې پراخې توانمنۍ او ظرفیّتونه شته دي ، وئيلی دي ،د پوځ  متخصص  او د ماډرن جنګ   لپاره روزل شوي  ځواکونه ، د ژواک  او ژوند ددفاع په زمینې کې موجود  یو تر ټولو  پوه او کارنده ډول ځواک دی ، چې د نړۍ په یوه هیواد کې هم ساری نه لري .