د ایران پوځ د دښمنانو په وړاندې وسپنیز بند دی
هغه شی چې په فارس خلیج سیمې کې د ناکراریو او بې ثباتیو لامل شوی ، په حقیقت کې د امریکایانو غیر قانوني اوتیریګر شتون دی چې د دنیا له بلې غاړې راغلي او د مونږ دپولو ترڅنګ ئې اړولي دي او بې ځایه او چټي ادعاګانې هم کوي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ عمومي قوماندان سردار عبدالرحیم موسوي نن سهار د پوځ د ملي ورځې په مناسبت د خدمت پریډ نومې دستورو کې ووئیل ، دایران ملت ته ډاډ ورکوو چې د اسلامی ایران وسلوال ځواکونه به د دښمنانو په وړاندې وسپنیز خنډ او ړ ولس تر څنګ به زړه سوانده ورور وي .
سردار موسوي ددې خبرې په کولو سره چې د ایران د پوځ د روغتیا او درملنې څه دپاسه یولس زره پرسنل او ډاکټران د روغتیائي وزارت د طبي درملنې دعملې ترڅنګ د ولس په خدمت بوخت دي ، زیاته کړې ، وسلوال ځواکونه د ایران په ۳۴ښارونو کې د خدمت پریډ ترسره کوي ، او د درست هیواد په ۴۹ښارونو کې د درملنې اوطبي خدمات وړاندې کوي .
په دغو دستورو کې د ایران دفاع وزیر سردار امیر حاتمي هم پخپلې وینا کې چې د ولسمشر پیغام ئې هم لوستلی ، ووئیل ، هغه شی چې په فارس خلیج سیمې کې د ناکراریو او بې ثباتیو لامل شوی ، په حقیقت کې د امریکایانو غیر قانوني اوتیریګر شتون دی چې د دنیا له بلې غاړې راغلي او د مونږ دپولو ترڅنګ ئې اړولي دي او بې ځایه او چټي ادعاګانې هم کوي .
د ایران دپوځ لوي درسیتز جنرال محمد باقری هم د پوځ دملی ورځې په مناسبت د پوځ عمومی قوماندان سردار عبدالرحیم موسوي ته پخپل پيغام کې وئيلی دي ،پوځ د ایران د ملت یو ویاړ او د غرور بیلګه او له کرونا سره په مبارزې کې له تاوانونو سره له مدیریّت ، کنټرولولو او مقابلې سره د مرستې لپاره یوه قدرتمنه اوستره پانګه ده او دا ښئ چې د اسلامی ایران پوځ پر پوځي ډګرونو سربیره د ولس دخدمت او د ویاړونو نندارې ته دوړاندې کولو په ډګر ونو کې هم چا روسته نه دی .سردار
هغه زیاته کړې مونږ پخپل کور کې یو و او دوي د د نیا له بلې غاړې راغلي څو د سیمې دهیوادونو لپاره په ګواښ او بندیز سره مشکلات جوړ کړي ، خو نور به دوي ته ددغو کارونو اجازت ورنکړل شي .
همداراز د ایران د قضایه قوې مشر حجةالاسلام ابراهیم ریسي هم په دې مناسبت پخپل پیغام کې وئيلی دي ، دایران پوځ وښودله چې د تاریخ په حساسو وختونو کې تل د ایران د ولس ترڅنګ دی .هغه زیاته کړې ، له اته کلنې سپيڅلي دفاع ورسوته د اسلامی ایران پوځ په هرې سختې اوتنګڅې کې پخپلې خوښې د ولس خدمت ته حاضر شوی اوسختیانې ئې ګاللي او تل ئې پخپلو ټولو توانمنیو سره د کړیدلو او ځوریدلو خلکو خدمت کړی دی .
د ایران د قضایه قوې مشر پخپل پیغام کې ټينګار کړی ، د هغو سرزرو هیوادونو په اپوټه چې پوځونه ئې دنړۍ په کمزورو هیوادونو کې د بې دفاع خلکو د چورتالان او د وینې بهولو لپاره په یوه آوزار بدل کړي ، دي نن د اسلامی ایران پوځ د ولس دخدمت لپاره داسې تشکیلات جوړ کړي ، چې له کرونا ویروس سره ئې دمقابلې په موضوع کې خپلې ویاړمنې ځلاګانې نندارې ته وړاندې کړي دي .
همدرااز ددغو دستورو تر څنګ د ایران دپوځ دسمندري ځواک قوماندان امیر البحر حسین خانزادي هم ددې خبرې په کولو سره چې د اسلامی ایران په پوځ کې د ماډرن جنګ په چوکاټ کې ډيرې پراخې توانمنۍ او ظرفیّتونه شته دي ، وئيلی دي ،د پوځ متخصص او د ماډرن جنګ لپاره روزل شوي ځواکونه ، د ژواک او ژوند ددفاع په زمینې کې موجود یو تر ټولو پوه او کارنده ډول ځواک دی ، چې د نړۍ په یوه هیواد کې هم ساری نه لري .