د افغانستان سفارت د ایران د کرمان ولایت مننه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89400-د_افغانستان_سفارت_د_ایران_د_کرمان_ولایت_مننه_وکړه
زمونږ خبریال وايي په ایران کښې د افغانستان سفارت په کورونا وایروس د ککړیدا د مخنیوي په هدف سره په افغان ښاریزو باندې د بشر دوستانه مرستو د ویشلو لپاره د ایران د کرمان ولایت د بهرنیو وګړو د ادارې قدرونه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2020 00:09 Asia/Kabul
  • د افغانستان سفارت د ایران د کرمان ولایت مننه وکړه

زمونږ خبریال وايي په ایران کښې د افغانستان سفارت په کورونا وایروس د ککړیدا د مخنیوي په هدف سره په افغان ښاریزو باندې د بشر دوستانه مرستو د ویشلو لپاره د ایران د کرمان ولایت د بهرنیو وګړو د ادارې قدرونه وکړه .

د ایران په جنوب ختیځ کښې د کرمان ولایت حکومت د افغانستان په پینځه زره (۵۰۰۰) ښاریزو کښې د پوښتنې د یوې(۱) فرمې په بشپړولو ، میداني تحقیقاتو او د یوه(۱) ځانګړي پروګرام په اجرا کولو سره د بشر دوستانه مرستو اړمن کسان وپیژندل .

د ایران د کرمان ځايي حکومت وویل د افغانستان په پینځه زره (۵۰۰۰) ښاریزو تراوسه په مفت ډول  روغتیايي شیان ویشل شوي او په راتلونکي کښې به هغوې ته خوراکی مواد هم ورکړل شي .

په ایران کښې د افغانستان سفارت پرون په یوه (۱) پیغام کښې د ایران د کرمان ولایت د بهرنیو وګړو د دفتر د مسول د قدرونې په ترڅ کښې د خیرینو لخوا د مرستو د دوام غوښتنه وکړه .

د کورونا وایروس په خپریدا سره په ټول ایران کښې د افغانستان په ښاریزو کښې د دغه وایروس د خپریدا د مخنیوي او مقابلې لپاره فعالیتونه پیل شوي او چې  هم دوام لري .

د یران د روغتیا وزارت هم مخکې په کورونا وایروس د ککړیدا په بڼه کښې د افغانستان د ښاریزو په مفت ډول درملنې ټینګار کړی وو .