په فارس خلیج کې د امریکا تیریګر پوځي شتون،دسیمې د ناکراریوعامل
سنټکام ترهه ګر تشکیلات (چې د امریکائي ځواک په قوماندانۍ سره په لویدیځي او مینځنۍ آسیا او ختیځي افریقا کې دیره دي ) دتیرې پنجشنبې په ورځې په یوې اعلامیې کې مدعي شوي چې د ایران یولس پوځي ماکوګانو د امریکا شپږو جنګي بیړیو ته په نزدیکیدا سره د دوي لپاره مزاحمت جوړ کړی دی .
د ایران د اسلامی جمهوریت دفا وزیر په فارس خلیج کې د امریکاپوځي شتون د سیمې د نا کراریو او بې ثباتیو عامل بللی دی .
سردار امیر حاتمي پرون د اسلامی ایران د پوځ دم لی ورځ د درستورو ترڅنګ په یولړ څرګندونو کې په فارس خلیج کې د ایرانیو کشتیو په باب د سنټکام ترهه ګرو تشکیلاتو د اعلامیې په غبرګون کې روښانه کړې ده ، هغه څه چې په فارس خلیج سیمې کې دناکراریو لامل کیږي ، د هغو امریکایانو غیر قانوني او تیریګر شتون دی ، چې د دنیا له هغې خوا راغلي او د مونږ د پولو ترڅنګ ئې اړولي دي او بې ځایه ادعاګانې هم کوي .
سنټکام ترهه ګر تشکیلات (چې د امریکائي ځواک په قوماندانۍ سره په لویدیځي او مینځنۍ آسیا او ختیځي افریقا کې دیره دي ) دتیرې پنجشنبې په ورځې په یوې اعلامیې کې مدعي شوي چې د ایران یولس پوځي ماکوګانو د امریکا شپږو جنګي بیړیو ته په نزدیکیدا سره د دوي لپاره مزاحمت جوړ کړی دی .
د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د ایران په ضد د امریکائي چارواکو د ادعاګانو اوچټیاتو په غبرګون کې په یوه له معنا ډک ټولنیز پیغام کې چې یو کال مخکې ئې لیکلی ؤ ، په :کلنۍ یادونې سره ئې تکرار کړ ی دی.
جواد ظریف لیکلي دي ، داسې ښکاري ، چې دامریکا سمندري ځواک په سمندري لارو کې خپله لاره نشي موندلی ، په زیات احتمال سره په دې خاطر چې نامه ئې نه پيژندي .
فارس خلیج له دې دوه زره کاله مخکې چې ا مریکا تاسیس شي ، په همدې نامې سره یاد شوی دی . یا دا چې نه پوهیږي ، له خپل کوره اوه زره میله لیرې د مونږ دکور په شاوخوا کې څه کوي .
د ایران د پوځ دملی ورځې د دستورو په مناسبت د خدمت په پریډ کې د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزیر څرګندونې هم په دې زمینې کې یو روښانه پیغام لري .
سردار امیر حاتمي روښانه کړې ده ، مونږپخپل کور کې یوو او دوي (امریکایان ) د دنیا له بلې خوا راغلي څو د سیمې دهیوادونو لپاره په ګواښ او بندیز سره مشکلات رامینځةکړي .
د ایران د اسلامی جمهوریت قدرتمند مدافعانو په کرتو امریکائي چارواکو ته خبرداری ورکړی ،چې که د ایران دامنیت په خلاف تر ټولو واړه تیروتنه ، تیری یا ناسم نیّت هم ولري ، نو باید پوه دې شي ، چې داسلامی ایران له وسپينز سوک سره به مخامخ شي . لکه چې په تیرو وختونو کې دغه شان وسپنیز سوک لیدلی هم دی .
تجروبې ښودلې ده امریکایانو په هر یوه هغه حرکت سره چې دامنیت د رامینځةکولو په پلمو سره ئې کړی دی ، عملا ئې دسیمې په ملتونو لازیات ګواښونه او ترینګلتیاوې تپلي دي . په فارس خلیج کې د امریکا پوځي خوځښتونه هم له دغې قاعدې مستثنی نه دي . ددغه شتون انګیزه په درو موخو کې بیانولی شو .
لومړۍ موخه ،په سیمې کې د بې ثباته کونکي یوه بهیر په توګه داسلامی جمهوریت غیر واقعي انځور وړاندې کول دي ، دوهمه موخه هم ، دسیمې ناکراره کول او له ایرانه د ویرولو په دوام کې د ایران په ضد د تش په نامه ائيتلاف جوړل او دریمه موخه ئې هم د ا ده چې امریکا په سیمې کې د ایران د دفاعي توانمینو د محدودولو او د امنیتی چیلنجونو درامینځة کولو تکل وکړي .
دغه درې واړه غږمله موخې ښئ په سیمې کې د تاؤتریخوالي له جوړولو د امریکا سټراټژيک هدف ،دسیمې د هیوادونو ترمینځ امنیتی ملګرتیاؤ مخنیوی دی . اوس امریکایانو په سیمې کې د ناکراریو دجوړولو لپاره نوي لوبه پیل کړې ده . او له ایرانه د ویرولو او د ګواښ ښودلو په سپيرې هڅې سره په دې پسې ده چې ځان د فارس خلیج او هرمز تنګي د امنیت مدافع وبریښوي ، په داسې حال کې چې پخپله دوي په سیمې کې د ناکراریو لامل دي .
په همدې واقعیّت په ټينګار سره ده چې ایران د هرمز تنګي د سولې د پلان په وړاندې کولو سره د سیمې هیوادونه د ډله ایز او هراړخیز امنیت د ساتلو لپاره ملګرتیا ته بللي دي .
دا کړچار ښئ د ایران اسلامی جمهوریت د فارس خلیج او هرمز تنګي ثبات او امنیت د ګاونډیو هیوادونو اود نړۍ د ثبات او امنیت په معنا ګڼي او په همدې اساس د دښمنانو له تیریګرو اقداماتو سره په مقابلې او په سیمې کې د ا منیت او ثبات له ګډوډونکو سره پریکنده او چورلټ عمل کوي .