-
ال خلیفه رژیم باید د بحرین د بندیانو په شکایت غور وکړي
Sep 03, 2023 12:05فارس خبري اژانس راپور راکړی د بشري حقوقو څارونکي موسسې هیومن رایتس واچ د بحرین په ال خلیفه رژیم غږ وکړ د دغه رژیم د سلګونو بندیانو په شکایتونو باندې چې لوږتړ یې کړی دی د سمدستي ګامونو په ترسره کولو سره غور وکړي.
-
د بحرین حکومت د بندیانو ځورولو ته دوام ورکړی
Jan 09, 2023 06:07المنار ټیلي ويژن راپور راکړی د بحرین په « جو» مرکزي زندان کښې یوې سرچینې د څوارلسو بندیانو د شکنجه کیدا او له بندیانو سره د زندان د ساتونکو د بد چلند خبر ورکړ.
-
د بحرین ولس د شیخ علی سلمان دخوشي کیدا لپاره مظاهروته مخه کړه
Dec 29, 2022 12:34د بحرین آل خلیفه رژيم د دغه هیواد د اسلامی ملی غورځنګ عمومی منشي شیخ علی سلمان د قطر لپاره د جاسوسۍ په تورونو اته کاله په زندان محکوم کړی، چې د هغه ددغه بند دنیټې په ختمیدا سره آل خلیفه رژيم نیّت لري هغه بیا هم په زندان کې وساتي چې دغې چارې د بحرین د ولس غوسه یوځل بیا راپارولې ده.
-
د ازادۍ غوښتنې ځپل هیڅ بریالیتوب نه دی
Dec 29, 2022 05:15العهد خبري سایټ راپور ورکړ د بحرین د ملي وفاق ګوند مشر شیخ علي سلمان د حقیقي اصلاحاتو او د جدي خبرو نشتون د هیواد د اوسني کړکیچ جرړه وبلله او د بحرین واکمنانانو ته په خطاب کښې یې وویل د خلکو د ازادۍ غوښتنې ځپل بریالیتوب نه ګڼل کیږي.
-
د بحرین خلکو د سیاسي مشر د خوشي کیدا غوښتنه وکړه
Nov 27, 2022 12:45العالم ټيلي ويژن راپور ورکړی د بحرین یوشمیر خلکو د اعتراضیه غونډو په ترسره کولو سره د هیواد د یوه ستر مشر حسن مشیمع د خوشي کولو غوښتنه وکړه.
-
د بحرین د پارلمان انتخابات هیڅ اهمیت نلري
Nov 23, 2022 05:35عربي یویشت خبري سایټ راپور ورکړ د بحرین سیاسي او حقوقي فعال باقر درویش ټینګار وکړ چې د هیواد د پارلمان وروستي انتخابات د بحرین په تاریخ کښې تر ټولو بده انتخابات دي او د هغه نتیجه یو ظاهري پارلمان دی.
-
د بحرین ستر وفاق ګوند د ملي حکومت جوړول غواړي
Nov 22, 2022 14:25د بحرین المرا اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د دغه هیواد وفاق ملي اسلامي ګوند په بحرین کښې د هر اړخیزه اقتصادي او د سیاسي اصلاحاتو د اجرا لپاره د یوه ملي حکومت د جوړیدا غوښتنه وکړه.
-
د بحرین سیاسي مشر د انتخاباتو په بایکاټ ټینګار وکړ
Nov 10, 2022 04:34د بحرین د جمعیت اسلامي ګوند د مشر مرستیال عبدالله صالح وویل: له انتخاباتو سره په مخالفت کولو کښې د بحرین د ملت په څنګ کښې ولاړ یوو او په ټولو سوله ییزو رودو سره د انتخاباتو له ماتي سره د مخامخ کولو هڅه کوو.
-
بحرین کښې د پراخ بنسټه ملي خبرو ترسره کیدل اړین دي
Nov 08, 2022 05:07زمونږ خبریال وايي په جینیوا کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا په غونډه کښې د ایران استازي په بحرین کښې د پراخ بنسټه ملي خبرو اترو پرضرورت ټینګار وکړ.
-
د بحرین ستر سیاسي ګوند انتخابات بایکاټ کړي
Nov 06, 2022 14:05زمونږ خبریال وايي د بحرین الوفاق الوطني الاسلامي ګوند د ال خلیفه رژیم لخوا د پارلمان د جعلي انتخاباتو د بایکاټ کولو لپاره نهویشت دلیلونه اعلان کړل.